د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې د ۱۴۰۴ هـ.ش کال په لومړۍ ربع کې  ۹۵۳۰۲۰ ټنه انتقالات  ترسره شوي دي

kalim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۰:۴۳
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې د ۱۴۰۴ هـ.ش کال په لومړۍ ربع کې  ۹۵۳۰۲۰ ټنه انتقالات  ترسره شوي دي

د ۱۴۰۴ هجري شمسي کال په لومړۍ ربع کې(حمل، ثور،جوزا) میاشت کې د ټولګټو وزارت اوسپنې پټلۍ له لارې ټولټال ۹۵۳۰۲۰ متریک ټنه  انتقالات ترسره شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ۷۲۶۹۴۶ متریک ټنه، د آقینې بندر له لارې ۶۸۴۳۶ متریک ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۸۵۸۵۶ متریک ټنه او د خواف-هرات له لارې  ۷۱۷۸۲ متریک ټنه، چې ټولټال ۹۵۳۰۲۰ مټریک ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي هیواد ته وارد او صادر شوي دي.

 د انتقالاتو له ډلې یوه برخه ټرانزيټ او صادرات دي، په تېره لومړۍ ربع کې ( ۵۱۴۳۲) ټنه ټرانزيټ او صادرات شوي، چې لویه برخه یې وچه مېوه، معدني ډبرې، کچالو، وريجې او د انارو جوس دي.

 هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.

ټولګټو وزارت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي او د ملي عوايدو د زياتوالي په موخه د ريل پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو د لیږد-رالیږد بهیر روان او چټک وساتي.

2 years 1 month ago

.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۰:۴۵
Background image

در ربع اول سال ۱۴۰۴ از طریق خطوط آهن ( ۹۵۳۰۲۰) متریک تُن انتقالات صورت گرفته است

در ربع اول سال ۱۴۰۴هـ.ش. ( ماه های حمل، ثور و جوزا) از طریق خطوط آهن وزارت فوایدعامه افغانستان (۹۵۳۰۲۰) متریک تُن انتقالات صورت گرفته است.

در این میان از طریق بندر حیرتان ( ۷۲۶۹۴۶) تُن. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۰:۲۸
Background image

کار اعمار سرک لین دوم کابل- غزنی با سرعت جریان دارد

وزارت فواید عامه امارت اسلامی افغانستان، با درنظرداشت اهمیت اقتصادی و ترانزیتی شاهراه کابل – کندهار، و به هدف حل مشکلات ترانسپورتی هموطنان، کاهش ازدحام و جلوگیری از حوادث ترافیکی در. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۱۴:۷
Background image

سرپرست وزارت فوایدعامه به ولايت کاپيسا سفر نمود

محترم الحاج ملا محمدعیسی ثانی، سرپرست وزارت فوایدعامه، بمنظور ارزیابی وضعیت سرک ها به ولایت کاپیسا سفر نمود که وی را در این سفر؛ محترم قاری احسان‌الله بریال والی این ولایت، رئیس. . .

BACK TO NEWS