د سالنګ د لویې لارې خبرتیا!

Anonymous (not verified)
شنبه ۱۴۰۰/۱۲/۳۰ - ۱۰:۳۳
د سالنګ د لویې لارې خبرتیا!

 

ډېرو درنو هېوادوالو لکه څنګه چې تاسو ته معلومه ده، چې د هر نوي کال د نمانځلو په موخه زمونږ ډېری هېوادوال د بلخ لرغوني ولایت ته سفر کوي.

په همدې موخه په یاده لار د تلونکو خلکو د آسانتیاوو لپاره د ټولګټو وزارت د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست کارکوونکو د ټېلري موټرو تګ راتګ له شمال څخه سویل لور ته او بل خوا له سویل څخه شمال لور ته بند کړی دی، څو د تلونکو مسافرو د تګ راتګ په موخه لار پرانستې وساتي.

د يادولو وړ ده چې د سالنګونو د سانتي او څارني رياست له ټولو هغو هېوادوالو څخه هيله کوي چې په یاده لویه لاره د تګ را تګ، ټول لازم او د پام وړ احتیاطي تدابیر په پام کې ونیسي او د اړوندو مسؤلینو لارښوونو ته په بشپړه توګه پاملرنه وکړې.

د یادونې وړ ده، چې د هوا پېژندنې ملي ادارې له لوري اټکل شوی چې نن د جمعې ورځې به د سالنګ لویه لار د زیاتو اورښتونو شاهده وي.

د سالنګ د ساتنې او څارنې ریاست اداره د نوي ۱۴۰۰ ل کال د مبارکۍ ترڅنګ، د لوی خدای پاک ج له سپېڅلي درباره غواړي چې یاد کال په هېواد کې د تل پاتې سولې او سوکالۍ کال شي.

ټولګټو وزارت — کابل

د کب۳۰مه، ۱۳۹۹

6 months 4 weeks ago

.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۹:۱۵
Background image

در هفته گذشته از طریق خط آهن وزارت فواید عامه 178421متریک تُن انتقالات صورت گرفته است

در هفته گذشته از تاریخ (۱۵  الی ۲۱حوت، سال ۱۴۰۴ هـ.ش.) از طریق خطوط آهن وزارت فوایدعامه افغانستان 178421 متریک تُن انتقالات صورت گرفته است.

در این میان از طریق بندر حیرتان 124533 تُن،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۱۹
Background image

انتقالات از طریق چهار بنادر خط آهن کشور به‌گونه عادی جریان دارد

وزارت فواید عامه ا.ا.ا به هموطنان گرامی اطمینان می‌دهد که تا کنون هیچ‌گونه مانع در بخش انتقالات وجود ندارد و انتقالات از طریق چهار بندر خط آهن کشور به‌گونه عادی و منظم ادامه دارد.

در. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۲:۳۰
Background image

در مقایسه با ۱۱ ماه سال ۱۴۰۳ هـ.ش، انتقالات در ۱۱ ماه سال جاری بیش از ۳۳ درصد افزایش یافته است

از آغاز ماه حمل تا پایان ماه دلو سال ۱۴۰۴ هـ.ش، در مجموع (۵۳۸۷۵۴۹) متریک تُن انتقالات صورت گرفته است.

این در حالی است که در ۱۱ ماه سال گذشته (۱۴۰۳ هـ.ش) (۴۰۴۰۸۵۵) متریک تُن انتقالات. . .

BACK TO NEWS