په بلخ ولایت کې د دوو ترمیماتي پروژو چارې د ۲۹.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې
د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په بلخ ولایت کې د دوو ترمیماتي پروژو چارې د ۶۸ کیلومتره ټولیز اوږدوالي سره، چې د ۲۹.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت له خصوصي سکتور سره قرارداد شوې دي، د یاد ولایت د مرستیال والي محترم مولوي نورالهادي ابو ادریس، د ټولګټو رئیس محترم مولوي عبدالصبور صابر او یو شمېر سیمهییزو مسؤولینو په شتون کې رسماً پیل شوې.
په یادو پروژو کې د حیرتان عمومي سړک د ۴۱ کیلومتره برخې د داغګیرۍ، پلګوټو او شولډرونو د ترمیم، او همدارنګه د کلدار ولسوالۍ د ۲۷ کیلومتره سړک د ترمیم او داغګیرۍ چارې شاملې دي، چې د شپږو میاشتو په موده کې به بشپړې او ګټه اخیستنې ته وسپارل شي.
د یادو سړکونو په ترمیم او داغګیرۍ سره به د سیمې د اوسېدونکو د تګ راتګ، د سوداګریزو توکو او کرنیزو محصولاتو د لېږد رالېږد ستونزې تر ډېره هوارې شي او د سړکونو د لا ډېر تخریب مخنیوی به وشي.
د یادونې وړ ده، چې د ټولګټو وزارت په بېلابېلو ولایتونو کې د لویو لارو او سړکونو د بیارغونې او ترمیم چارې ترسره کوي، چې له امله یې د هېوادوالو د هوسا تګ راتګ او د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد په برخه کې ګڼې اسانتیاوې رامنځته کېږي.
