په تېره اوونۍ کې د ټولګټو وزارت داوسپنې پټلۍ له لارې 178421مټریک ټنه انتقالات شوي دي

kalim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۹:۱۴
په تېره اوونۍ کې د ټولکټو وزارت داوسپنې پټلۍ له لارې 178421مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د کب/حوت میاشتې له ۱۵مې نېټې څخه تر ۲۱مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې 178421  مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې 124533 ټنه، د آقینې بندر له لارې 16905 ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې 20193ټنه او د خواف–هرات له لارې 16790 ټنه انتقالات ترسره شوي، چې ټولټال178421ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد شوي دي.

د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په تېره اوونۍ کې ۱۰۹۰ ټنه صادرات شوي، چې لويه برخه یې وچه مېوهاو دانار جوس دي.

هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.

د ا.ا.ا دټولګټو وزارت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي او د ملي عوايدو د زياتوالي په موخه د ريل پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو د لیږد-رالیږد بهیر روان او چټک وساتي.

1 year 1 month ago

.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۵۷
Background image

کار ترمیم و جغل‌اندازی سرک بامیان – دایکندی به ارزش بیش از ۲۹ میلیون افغانی آغاز شد

کار ترمیم و جغل‌اندازی ۵۷ کیلومتر سرک مسیر بامیان – دایکندی از سوی وزارت فواید عامه ا.ا.ا، به ارزش بیش از ۲۹ میلیون افغانی با سکتور خصوصی قرارداد شده است که روز گذشته با حضور محترم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵۹
Background image

کار ترمیم و بازسازی ۵ کیلومتر سرک در ولایت کاپیسا به هزینه بیش از ۲۷.۲ میلیون افغانی آغاز شد

کارترمیم و بازسازی ۵ کیلومتر سرک از پل صیاد الی چوک گلدان در ولایت کاپیسا، از سوی وزارت فواید عامهٔ ا.ا.ا، به ارزش ۲۷ میلیون و ۲۵۰ هزار افغانی با سکتور خصوصی قرارداد و اکنون با حضور. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۵۴
Background image

کار ترمیم و داغ‌گیری سرک عمومی ولایت پنجشیر به ارزش ۴۰ میلیون افغانی آغاز شد

کار ترمیمات سرک عمومی ولایت پنجشیر از سوی وزارت فواید عامه ا.ا.ا، به ارزش ۴۰ میلیون افغانی با سکتور خصوصی قرارداد و با حضور محترم الحاج حافظ محمد آغا حکیم، والی ولایت پنجشیر، محترم. . .

BACK TO NEWS