د سالنګ د نوي تونل ډیزاین او تخنیکي مطالعه به ډیر ژر بشپړه شي

سالنګ چې مهمه ملي لویه لار دی، د هیواد شمالي ولایتونه له مرکز سره نښلوي د ټولګټو وزارت پر یاده لویه لار د نوي تونل د جوړولو لپاره تخنیکي مطالعه او ډیزان چارې له یوې استرالیایي کمپنۍ سره ( SMEC ) تړون کړي.
یاد تونل چې ۶.۹ کیلومتره اوږدوالی لري او دغه راز تر موجود تونل څخه ۳۰۰ متره په ټیټ موقعیت کې ډيزاین شوی.
د یادې پروژې مالي لګښت د اسيا پراختیایي بانک لخوا ورکول کیږي او دوه برخې لري: لومړی فاز یې د ۴ برخو مطالعه او امکان سنجي ده، چې اوس مهال یې چارې بشپړې شوي. او دویم فاز د پروژې تفصیلي ډیزاین دی او د اړوند کمپنۍ لخوا یې چارې دوام لري چې په نږدې راتلونکې کې به یې ډیزاین بشپړ شي.
د ټولګټو وزارت ـ کابل
د وري ۴مه ۱۴۰۰