د تخار – کندز لویې لارې د ترمیم او بیا رغونې کار د څه باندې ۱۵ میلونه افغانیو په ارزښت بشپړ او کټې اخیستنې ته وسپارل شو

media_admin
Tue, Jan 30 2024 11:49 AM
د تخار – کندز لویې لارې د ترمیم او بیا رغونې کار د څه باندې ۱۵ میلونه افغانیو په ارزښت بشپړ او کټې اخیستنې ته وسپارل شو

د تخار – کندز لویې لارې د ترمیم او داغګیري کار چې د څه باندې ۱۵ میلونه افغانیو په ارزښت د ټولګټو وزارت او دوراني سړک جوړونې او ودانیز شرکت ترمنځ  قرار داد شوی وو بشپړ او د تخار ولايت د ټولګټو رياست د رئیس او یو شمېر سيمه ايزو مسؤولینو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

په ياده پروژه کې د ۳۲ متره استنادي دېوال، یوه پایه پُلګوټي، ۵۴۶ متره وسپنيز کانکریټي لښتي رغول او دغه راز پر لوی پُل د ۲۸۹ متره په اوږد والي او ۸ متره پلنوالي سره، د اسفالټ اچونې کار هم شامل وو، چې دامهال يې چارې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

د یادونې وړ ده؛ چې د یادې پروژې د کار په جریان کې د سيمې یو شمېر اوسیدونکو ته د کار زمینه برابره شوې وه او په بشپړیدو سره یې د تخار – کندز پر مسیر د تلونکو مسافرو ترانسپورتي ستونزې را کمې شوې دي.
 

.

11 months 3 weeks ago

.

Latest news

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS