داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د لوګر ولایت د ټولګټو ریاست اړوند د دوو ملکیتونو د اجارې ورکولو خبرتیا

kalim_admin
اعلان دعوت به داوطلبی- اعلان پروژه اجاره ‌دهی دو باب ملکیت مربوط ریاست فواید عامه ولایت لوگر

Publish Date

Closing Date

ټولګټو وزارت ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د لوګر ولایت د ټولګټو ریاست اړوند خپل دوه ملکیتونه، چې یو یې د پل علم ښار په مرکز کې استوګنیزه ودانۍ او بل یې د محمدآغې ولسوالۍ، د پل کندهاري بازار په سیمه کې د پل کندهاري د حق‌العبور استوګنیزه ودانۍ ده، په اجاره ورکړي.

له ټولو حقیقي او حکمي اشخاصو څخه، چې په دې برخه کې د پانګونې لېوالتیا لري، په درنښت بلنه ورکول کېږي؛ ترڅو د یادو ملکیتونو د سوداګریزو، صنعتي، خدماتي او یا نورو مناسبو فعالیتونو لپاره اغېزمنه، اقتصادي او د پلي کېدو وړ طرحه چمتو او د ۱۴۰۵/۴/۲۰ نېټې، د شنبې په ورځ، د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د مزایدې او داوطلبۍ په پروسه کې د ګډون په موخه د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د صدارت څلورلارې، د پخواني کورنیو چارو وزارت په ودانۍ کې، د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ترڅنګ موقعیت لري، مراجعه وکړي.

که چېرې ګډونوال د استازي له لارې ګډون کوي، استازی باید رسمي خط له خپلې طرحې سره ضمیمه ولري.

وړاندې کېدونکې طرحه باید لاندې موارد ولري:

۱. د ودانۍ د کارونې د موخې او ډول روښانه تشریح.

۲. د طرحې احتمالي اقتصادي او ټولنیزې ګټې.

۳. د اجارې موده؛ داوطلب باید د ودانۍ لپاره د خپلې غوښتل شوې اجارې موده په کلونو او میاشتو کې په څرګند ډول مشخصه کړي.

۴. د میاشتني کرایې اندازه؛ داوطلب باید د میاشتني کرایې وړاندیز په واضح، مشخص او مستند ډول وړاندې کړي.

د مزایدې او د طرحو د پرانیستلو نېټه او وخت: د ۱۴۰۵/ ۴/۲۰ نېټه، د سهار ۱۰:۰۰ بجې.

د اجرا تضمین: د ګټونکي داوطلب له لوري باید د یوه کال د وړاندیز شوې کرایې معادل تضمین، د بانکي تضمین یا نغدو پیسو په بڼه، وړاندې شي.

د طرحو د سپارلو ځای : ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست، د اجناسو تدارکاتو آمریت.

یادونه: که چېرې د ۱۴۰۵/۴/۲۰ نېټه د حکومت له لوري په ناڅاپي ډول عمومي رخصتي اعلان شي، نو مزایده او د یادو طرحو پرانیسته به په لومړۍ راتلونکې کاري ورځ، په همدې اعلان کې په ټاکل شوي وخت او ځای کې ترسره شي.

...

10 میاشتې ago

...

More tenders

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۳۹
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د ټولګټو وزارت د اضافي ملکیت د دوو موازي ځمکو د اجارې خبرتیا  

 ټولګټو وزارت ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د کندز ولایت، د چهاردرې ولسوالۍ په جوار کې د خپل اضافي ملکیت اړوند دوه موازي ځمکې، چې یوه یې ۳۴۱۲ متره مربع د شمال ختیځ لوري ته او بله یې . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۹
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د لوګر ولایت د ټولګټو ریاست اړوند د دوو ملکیتونو د اجارې ورکولو خبرتیا

ټولګټو وزارت ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د لوګر ولایت د ټولګټو ریاست اړوند خپل دوه ملکیتونه، چې یو یې د پل علم ښار په مرکز کې استوګنیزه ودانۍ او بل یې د محمدآغې ولسوالۍ، د پل . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۵:۵۴
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د کابل – جلال‌آباد پر عمومي لویه لاره د درونټې د استحکام پل په مسیر کې د ګارډرېلونو د نصبولو پروژه

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د کابل – جلال‌آباد پر عمومي لویه لاره د درونټې د استحکام پل په مسیر کې د ګارډرېلونو د نصبولو پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې . . .

Back to tenders