داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د ټولګټو وزارت د اداري او خدماتو ریاست د اړتیا وړد یوې فایروال دستګاه او اړوندو خدماتو د تدارک او پېرلو پروژه، د ملي پرانیستې داوطلبۍ له لارې

kalim_admin
پروژه تهیه و خریداری یک پایه فایروال و خدمات آن مورد ضرورت ریاست اداری و خدمات وزارت فواید عامه با استفاده از روش داوطلبی بازملی

Publish Date

Closing Date

د ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د ټولګټو وزارت د اداري او خدماتو ریاست د اړتیا وړ د یوې فایروال دستګاه او اړوندو خدماتو د تدارک او پېرلو د داوطلبۍپه پروسه کې، چې د (مطلق مؤجل بيعې) پر بنسټ ترسره کېږي او د پېژندنې شمېره یې MOPW/1405/G-25/NCB ده، ګډون وکړي او خپل مهر او لاک شوي آفرونه د شرطپاڼې له شرایطو سره سم د اعلان له خپرېدو وروسته وړاندې کړي.

داوطلبان کولای شي شرطنامه د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست د اجناسو د تدارکاتو له آمریت څخه، چې د صدارت څلورلارې، د پخواني کورنیو چارو وزارت ترڅنګ، د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې ته نږدې موقعیت لري، په فلش یا مېموري کې ترلاسه کړي، یا یې د ملي تدارکاتو ادارې د وېب‌پاڼې د اعلاناتو له برخې څخه تر لاسه کړي.

د آفرونو د سپارلو وروستۍ نېټه د ۱۴۰۵/۴/۶ نېټې د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې ده. ناوخته رسېدلي او د انټرنېټ له لارې استول شوي آفرونه د منلو وړ نه دي.

د آفر پرانیستلو وخت:

۱۴۰۵/۴/۶ نېټه، د سهار ۱۰:۰۰ بجې.

د آفر پرانیستلو ځای:

ټولګټو وزارت.

یادونه:

که چېرې د ۱۴۰۵/۴/۶ نېټه د حکومت له لوري په ناڅاپي ډول عمومي رخصتي اعلان شي، د یادې پروژې د آفر پرانیستلو غونډه به په راتلونکې کاري ورځ، په هماغه ټاکلي وخت او ځای کې ترسره شي.

...

۱ کال 2 میاشتې ago

...

More tenders

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۸ - ۹:۲۸
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا – د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د بلخ ولایت د خلم ولسوالۍ د تولپلازا عوایدو اړوند ساحې ته د ۳۴ قلمه برقي وسایلو د لېږد، نصب او اړوندو ایجابي چارو د ترسره کولو د تدارک پروژه

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د بلخ ولایت د خلم ولسوالۍ د تولپلازا عوایدو اړوند ساحې ته د ۳۴ قلمه برقي وسایلو د لېږد، نصب او . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۷ - ۱۵:۱۶
Background image

د ټولګټو وزارت د عامه پروژو د مالي تمویل په اړه د پروپوزلونو وړاندې کولو بلنه

د سوداګریزو بانکونو له لارې د عامه پروژو د تمویل د میکانېزم پر اساس د عامه پروژو د مالي تمویل د زمینې برابرولو د زیربنایي پروژو د پلي کېدو بهیر د چټکتیا او د هېواد د سوداګریزو بانکونو . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۷ - ۱۵:۱۳
Background image

د قرار داد د ورکړې خبرتیا-د ۱۴۰۵ مالي کال د عوایدو ریاست اړوند د غزني ولایت د ټولپلازاوو لپاره د سولري سیستم د ۱۳ قلمه برېښنایي توکو د تدارک او چمتو کولو پروژه

په همدې وسیله د تدارکاتو د اصولو له مخې ټولو  ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د ۱۴۰۵ مالي کال د عوایدو ریاست اړوند د غزني ولایت د ټولپلازاوو لپاره د سولري سیستم . . .

Back to tenders