داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د کابل – لغمان پر عمومي لویه لار د ګارډرېلونو د نصبولو پروژه

kalim_admin
: پروژه نصب گارد ریل ها در مسیر شاهراه عمومی کابل - لغمان

Publish Date

Closing Date


ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ترڅو د کابل لغمان پر عمومي لویه لار، له ۰+۰۰۰ څخه تر ۶۷+۵۴۰ پورې، د پلچرخي له دروازې څخه تر استحکامي پل پورې د ګارډرېلونود نصبولو پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي.

علاقهمند داوطلبان کولای شي د شرطپاڼې او تخنیکي اسنادو سافټ کاپي د ملي تدارکاتو ریاست له(https://tenders.ageops.af) وېبپاڼې او د افغانستان د پرانیستو برېښنايي تدارکاتو له سیسټم څخه ترلاسه کړي.

داوطلبان باید خپل آفرونه د شرطپاڼې له شرایطو او د تدارکاتو له اصولو سره سم، په مهر او تړل شوې بڼه، د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د۱۴۰۵/۴/۲۴هـ.ش نېټې د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې ملالۍ واټ، د پخواني کورنیو چارو وزارت پر سړک، د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ترڅنګ موقعیت لري وسپاري.

ناوخته رسېدلي او د انټرنېټ له لارې استول شوي آفرونه د منلو وړ نه دي.

د آفرونو د پرانیستې غونډه به د ۱۴۰۵/۴/۲۴ هـ.ش نېټې د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د ټولګټو وزارت مقر په جومات کې ترسره شي.

...

11 میاشتې 2 اونی ago

...

More tenders

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۱:۲۴
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا - د غور–هرات د عمومي لویې لارې د ترمیم او جغل‌اچونې پروژه له الله یار غار څخه د منار جام تر دوراهي پورې

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د غور–هرات د عمومي لویې لارې د ترمیم او جغل‌اچونې پروژه له الله یار غار څخه د منار جام تر دوراهي پورې د پروژې د داوطلبۍ . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۳۰
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا- د قیصار–لامان حلقوي سړک د پنځم لاټ پر مسیر د دهن بوکن د نوي پل د جوړولو پروژه

په همدې وسیله د تدارکاتو اصولو له مخې ټولو  ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د قیصار–لامان حلقوي سړک د پنځم لاټ پر مسیر د دهن بوکن د نوي پل د جوړولوپروژې قرارداد . . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۴:۴
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د لغمان ولایت د قرغه ‌یي ولسوالۍ د مرکز څخه تر درونټې پورې د سړک د ترمیم پروژه

په همدې وسیله د تدارکاتو اصولو له مخې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د لغمان ولایت د قرغه ‌یي ولسوالۍ د مرکز څخه تر درونټې پورې د سړک د ترمیم  پروژې . . .

Back to tenders