داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د ترانسپورټ او میخانیکي چارو د سمون ریاست د اړتیا وړ ۷۱۰ قلمه پرزه‌ جاتو د پېرلو، چمتو کولو او ترمیماتو پروژه

kalim_admin
  جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۰	سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷

Publish Date

Closing Date

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د ترانسپورټ او میخانیکي چارو د سمون ریاست د اړتیا وړ ۷۱۰ قلمه پرزه‌ جاتو د پېرلو ، چمتو کولو او ترمیماتو پروژه د مؤجلې مطلقې بیعې په اساس د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي، چې د  MOPW/1405/G-52/NCB  تشخصیه شمېرې لرونکې ده، ګډونوال کولای شي د شرطپاڼې له شرایطو سره سم، له اعلان وروسته خپل مهر او بند شوي آفرونه وسپاري.

د شرطپاڼې د ترلاسه کولو پته: د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست د اجناسو د تدارکاتو آمریت، چې د صدارت څلورلارې، د پخواني کورنیو چارو وزارت په ساحه کې، د ملي احصایې او معلوماتو ادارې ترڅنګ موقعیت لري، شرطپاڼه د فلش، مېمورۍ له لارې ترلاسه کړئ، همدارنګه تاسو کولای شې چې شرطپاڼه د ملي تدارکاتو محترم ریاست له ویب پاڼې هم تر لاسه کړئ.

د آفرونو د سپارلو وروستۍ نېټه: آفرونه به د ۱۴۰۵/۷/۱۹نېټې، د سهار په ۱۰:۰۰ بجو وسپارل شي، چې دا د آفرونو د سپارلو وروستۍ نېټه او ضرب‌الاجل دی. ناوخته رسېدلي او انټرنېټي آفرونه د منلو وړ نه دي.

د آفر پرانیستلو وخت: ۱۴۰۵/۷/۱۹نېټه، د سهار په ۱۰:۰۰ بجو

د آفر پرانیستلو ځای:ټولګټو وزارت.

یادونه:که چېرې د روان ۱۴۰۵ کال د تلې /۱۹ نېټه د حکومت له لوري په ناڅاپي ډول عمومي رخصتي اعلان شي، د یادې پروژې د آفر پرانیستلو غونډه به په راتلونکې کاري ورځ، په همدې ټاکلي وخت او هماغه ځای کې چې په دې مکتوب کې ذکر شوی، ترسره شي.

...

۱ کال ۱ میاشت ago

...

More tenders

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۱۹
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د بلخ ولایت خُلم ولسوالۍ د ټولپلازا اداري ودانۍ جوړولو پروژه اول لاټ

په همدې وسیله د تدارکاتو د اصولو له مخي ټولو  ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د بلخ ولایت خُلم ولسوالۍ د ټولپلازا اداري ودانۍ جوړولو پروژه اول لاټ د پروژې . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۱۶
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د ترانسپورټ او میخانیکي چارو د سمون ریاست د اړتیا وړ ۷۱۰ قلمه پرزه‌ جاتو د پېرلو، چمتو کولو او ترمیماتو پروژه

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د ترانسپورټ او میخانیکي چارو د سمون ریاست د اړتیا وړ ۷۱۰ قلمه پرزه‌ جاتو د پېرلو ، چمتو کولو او . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۷
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د بلخ ولایت خُلم ولسوالۍ د ټولپلازا اداري ودانۍ جوړولو پروژه ”1” دویم لاټ

په همدې وسیله د تدارکاتو د اصولو له مخي ټولو  ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د بلخ ولایت خُلم ولسوالۍ د ټولپلازا اداري ودانۍ جوړولو پروژه ”1” دویم لاټ د پروژې . . .

Back to tenders