داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا - د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د تلو د تنظیم ریاست د اړتیا وړ (۳۳) قلمه توکو د پېرودلو او نښلولو پروژه

kalim_admin
اعلان دعوت به داوطلبی- پروژه تهیه ،خـریداری و وصل 33 قلم اجناس مورد ضرورت ریاست محترم تنظیم امور ترازو ها بابت سال مالـی 1405

Publish Date

Closing Date

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د تلو د تنظیم ریاست د اړتیا وړ (۳۳) قلمه توکو د پېرودلو او نښلولو پروژه، چې د  MOPW/1405/G-38/NCB تشخصیه نمبر لرونکې ده، د مؤجل مطلق بیع د قرارداد له مخې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي،  ګډونوال کولای شي د شرطپاڼې له شرایطو سره سم، له اعلان وروسته خپل مهر شوي او سربسته آفرونه وسپاري.

د شرطپاڼې د ترلاسه کولو پته:

د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست، د اجناسو د تدارکاتو آمریت، چې د صدارت څلورلارې، د پخواني کورنیو چارو وزارت په ساحه کې، د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ترڅنګ موقعیت لري، له ټولو شرایطو پوره کوونکو داوطلبانو څخه غوښتنه کوي چې شرطپاڼه د فلش یا مېمورۍ له لارې ترلاسه کړي.

د آفرونو د سپارلو وروستۍ نېټه:

د آفرونو د سپارلو وروستۍ نېټه او ضرب‌الاجل د ۱۴۰۵/۵/۸ نېټه، د سهار ۱۰:۰۰ بجې ټاکل شوې ده. له ټاکلي وخت وروسته رسېدلي او د انټرنېټ له لارې استول شوي آفرونه د منلو وړ نه دي.

د آفر پرانیستلو وخت:

۱۴۰۵/۵/۸  نېټه، د سهار په ۱۰:۰۰ بجې

د آفر پرانیستلو ځای: ټولګټو وزارت

یادونه:که چېرې د روان ۱۴۰۵ کال د ۵ / ۸ نېټه د حکومت له لوري په ناڅاپي ډول عمومي رخصتي اعلان شي، د یادې پروژې د آفر پرانیستلو غونډه به په راتلونکې کاري ورځ، په همدغه اعلان کې ذکر شوې پته او وخت  ترسره شي.

...

۱ کال ۱ میاشت ago

...

More tenders

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۳:۲۰
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د چرخ د سړک پر مسیر د شولډرونو د فرش تخریب شوو واشونو او تخریب شوي پل د ترمیم پروژه له لیوا پیاده منصوري څخه تر دبر پل پورې

په همدې وسیله د تدارکاتو د اصولو له مخي ټولو  ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د چرخ د سړک پر مسیر د شولډرونو د فرش تخریب شوو واشونو او تخریب شوي پل د ترمیم . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۱:۷
Background image

داوطلبۍ ته د بیاځلې بلنې خبرتیا - د هرات ولایت د روزنک د اوسپنې پټلۍ په تمځای کې د ټولګتو وزارت د (۲.۰۵) جریبه اضافي ځمکې د اجارې خبرتیا

ټولو محترمو داوطلبانوته خبر ور کول کیږي، چې د ټولګتو وزارت غواړي د هرات ولایت د روزنک د اوسپنې پټلۍ په تمځای کې (۲.۰۵) جریبه اضافي ځمکه په اجاره ورکړي.

له ټولو حقیقي او حکمي اشخاصو څخه . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۲۸
Background image

د داوطلبۍ د ورکړې د لغوه کېدو خبرتیا!

د عوایدو ریاست اړوند – د غزني – ارغندي ټولپلازاوې د ۱۵۹ قلمه قرطاسیې باب، دفتري لوازمو، د پخلنځي وسایلو او ساختماني موادو ته اړتیا لري، چې نوموړې پروژه د قدرمن مقام د ۱۴۴۸/۰۳/۰۳ نېټې د . . .

Back to tenders