داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا – د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د بلخ ولایت د خلم ولسوالۍ د عوایدو ریاست د اړتیا وړ ۱۷ قلمه البسه‌ بابو د تدارک او چمتو کولو پروژه

kalim_admin
اعلان دعوت به داوطلبی –  پروژه تهیه و تدارک 17 قلمه البسه باب مورد ضرورت ریاست عواید تولپلازای خلم ولایت بلخ بابت سال مالی1405

Publish Date

Closing Date

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د بلخ ولایت د خلم ولسوالۍ د عوایدو ریاست د اړتیا وړ ۱۷ قلمه البسه‌ بابو د تدارک او چمتو کولو د پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي، چې د MOPW/1405/G-78/NCB    تشخصیه شمېرې لرونکې ده، ګډونوال کولای شي د شرطپاڼې له شرایطو سره سم، له اعلان وروسته خپل مهر او بند شوي آفرونه وسپاري.

د شرطپاڼې د ترلاسه کولو پته: د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست د اجناسو د تدارکاتو آمریت، چې د صدارت څلورلارې، د پخواني کورنیو چارو وزارت په ساحه کې، د ملي احصایې او معلوماتو ادارې ترڅنګ موقعیت لري، شرطپاڼه د فلش، مېمورۍ له لارې ترلاسه کړئ.

د آفر تضمین: د داوطلبۍ په روانو پروسو کې د آفر تضمین، د ملي تدارکاتو د محترم کمېسیون د( ۸۶۷) ګڼې پرېکړې له مخې، چې د۱۴۴۷/۸/۸ نېټې ده، د عقودو د قانون تر اړوندې کړنلارې تر نهايي کېدو پورې د تطبیق وړ نه دی.

د آفرونو د سپارلو وروستۍ نېټه: آفرونه به د ۱۴۰۵/۹/۵ نېټه، شنبې ورځ د سهار په ۱۰:۰۰ بجو وسپارل شي، چې دا د آفرونو د سپارلو وروستۍ نېټه او ضرب‌الاجل دی. ناوخته رسېدلي او انټرنېټي آفرونه د منلو وړ نه دي.

د آفر پرانیستلو وخت: ۱۴۰۵/۹/۵ نېټه، د سهار په ۱۰:۰۰ بجو

د آفر پرانیستلو ځای:ټولګټو وزارت.

یادونه:که چېرې د روان ۱۴۰۵ کال د قوس/۵ نېټه د حکومت له لوري په ناڅاپي ډول عمومي رخصتي اعلان شي، د یادې پروژې د آفر پرانیستلو غونډه به په راتلونکې کاري ورځ، په همدې ټاکلي وخت او هماغه ځای کې چې په دې مکتوب کې ذکر شوی، ترسره شي.

...

۱ کال 2 میاشتې ago

...

More tenders

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۷ - ۱۵:۱۶
Background image

د ټولګټو وزارت د عامه پروژو د مالي تمویل په اړه د پروپوزلونو وړاندې کولو بلنه

د سوداګریزو بانکونو له لارې د عامه پروژو د تمویل د میکانېزم پر اساس د عامه پروژو د مالي تمویل د زمینې برابرولو د زیربنایي پروژو د پلي کېدو بهیر د چټکتیا او د هېواد د سوداګریزو بانکونو . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۷ - ۱۱:۳۰
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا- د آقینې – اندخوی د اوسپنې پټلۍ لپاره د دوو بابو امنیتي بیسونو د جوړولو پروژه

په همدې وسیله د تدارکاتو د اصولو له مخې ټولو  ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د آقینې – اندخوی د اوسپنې پټلۍ لپاره د دوو بابو امنیتي بیسونو د جوړولو د پروژې د . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۵ - ۱۴:۵۰
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا – د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د بلخ ولایت د خلم ولسوالۍ د عوایدو ریاست د اړتیا وړ ۱۷ قلمه البسه‌ بابو د تدارک او چمتو کولو پروژه

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د بلخ ولایت د خلم ولسوالۍ د عوایدو ریاست د اړتیا وړ ۱۷ قلمه البسه‌ بابو د تدارک او چمتو کولو د . . .

Back to tenders