داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا:

ashraf_admin
داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا:

Publish Date

Closing Date

د کابل - کندهار لویې لارې په اوږدو کې د سنګرمانده پُل د بیارغونې پروژه:
 ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابر داوطلبانو ته بلنه ورکوي، ترڅو د کابل – کندهار لویې لارې اړوند د سنګرمانده پله د بیارغونې په پروژه کې ګډون وکړي؛ چې د تشخیصیې نمبر یې (MOPW/1402/W-007/NCB) دی.
داوطلب کسان دې خپل تړل شوي آفرونه د شرطپاڼې له شرایطو سره سم د قانون او تدارکاتو د طرزالعمل مطابق د ۱۴۰۲ کال د جوزا میاشتې تر ۲۴مې نیټې له غرمې مخکې تر 10:00 پورې وړاندې کړي.
د شرطپاڼې د لاسته راوړلو پته: ملالۍ واټ، د پخواني کورنیو چارو وزارت سړک، د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې ترڅنګ، د تدارکاتو ریاست، ټولګټو وزارت ـ کابل ـ افغانستان، د سهار له 08:00 – د ماسپښین تر 04:00 بجو پورې، چې د فلش په واسطه یې ترلاسه کولای شئ. 
 د آفرونو د تسلیمۍ نېټه د ۱۴۰۲ کال د جوزا میاشتې ۲۴مه، د چهار شنبې ورځ له غرمې مخکي 10:00 بجې، چې دغه د آفرونو د تسلیمۍ وروستۍ نېټه ده؛ ځنډېدلي او انټرنیټي آفرونه د منلو وړ نه دي، د دغې پروژې د آفرونو د تسلیم(400,000 AFN) یو لک او پنځوس زره افغانۍ د بانکي تضمین په توګه دي، چې شرایط یې د داوطلبۍ د معلوماتو په صفحه کې ذکر شوي دي.
د آفر پرانیستلو وخت: د ۱۴۰۲، جوزا ۲۴مه، د چهار شنبې ورځ، له غرمې مخکې 10:00 بجې.
ادرس: ملالۍ واټ، د پخواني کورنیو چارو وزارت سړک، د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې ترڅنګ، د تدارکاتو ریاست، ټولګټو وزارت ـ کابل ـ افغانستان.
نوټ: که د شرطپاڼې او د داوطلبۍ د اعلان په متن کې توپیر شتون ولري د شرطپاڼې متن د اعتبار وړ دی.

...

۱ اونی 5 ورځې ago

...

More tenders

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۳:۳۳
Background image

د قرار داد د ورکړې خبرتیا- د زابل ولایت د ارغنداب ولسوالۍ د فقیرزوی په سیمه کې د پل پاسنۍ برخې جوړولو د پروژې د قرار داد د ورکړې خبرتیا

د ټولګټو وزرات په شرایطو برابر ټولو دواطلبانو ته بلنه ورکوي چې  د زابل ولایت د ارغنداب ولسوالۍ د فقیرزوی په سیمه کې د پل پاسنۍ برخې جوړولو د داوطلبۍ په پروسه کې گډون وکړي او د يادې . . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۲:۲۸
Background image

د قرار داد د ورکړې خبرتیا-د کندهار ـ ګرشک د ټولپلازا لپاره د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د اړتیا وړ(۸) قلمه توکو چمتو کولو او  تدارک  پروژه (د باالمقطع قرارداد پر اساس) د پروژې د قرار داد د ورکړې خبرتیا

ټولګټو وزارت ټولو په شرايطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، ترڅو (د کندهار ـ ګرشک د ټولپلازا لپاره د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د اړتیا وړ(۸  ) قلمه توکو چمتو کولو او  تدارک  پروژه (د باالمقطع . . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۹ - ۸:۳۵
Background image

د قرار داد د ورکړې خبرتیا- د عوایدو ریاست اړوند سروبي او سرخکان ټولپلازاوو د اړتیا وړ قرطایسه بابو، پخلنځي او دفتري توکو د  چمتو کولو او تدارک د پروژې د قرار داد د ورکړې خبرتیا

 ټولګټو وزارت ټولو په شرايطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، ترڅو د عوایدو ریاست اړوند سروبي او سرخکان ټولپلازاوو د اړتیا وړ قرطایسه بابو، پخلنځي او دفتري توکو د  چمتو کولو او تدارک . . .

Back to tenders