د داوطلبۍ د ورکړې خبرتیا- د بلخ ولایت د ټولګټو پخوانۍ اداري ودانۍ (۲ جریبه او ۴ بسوې) ځمکې د اجارې خبرتیا، چې د بلخ دروازې په سیمه کې موقعیت لري

kalim_admin
: اعلان  اجاره دهی موازی ۲ جریب و ۴ بسوه زمین تعمیر اداری اسبق فواید عامه ولایت بلخ واقع دروازه بلخ

Publish Date

Closing Date

ټولو محترمو داوطلبانو ته خبر ورکول کیږي،  ټولګټو وزارت په پام کې لري؛ ترڅو د بلخ ولایت د ټولګټو پخوانۍ اداري ودانۍ  (۲ جریبه او ۴ بسوې) ځمکه، چې د بلخ دروازې په سیمه کې موقعیت لري، په اجاره ورکړي.

له ټولو حقیقي اوحکمي اشخاصو څخه چې په دې برخه کې د پانګونې لېوالتیا لري، په درنښت بلنه ورکول کېږي؛ تر څو خپلې  اقتصادي او د تطبیق وړ طرحې د یادې ځمکې پر سر د بېلابېلو تأسیساتو لکه: (تجارتي، صنعتي، خدماتي او نورو) د جوړولو په موخه ترتیب او د (۱۴۰۵/۱/۲۲) نېټه، د شنبې ورځ، د سهار په (۱۰) بجو د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې په صدارت څلورلارې کې، د کورنیو چارو وزارت پخوانۍ ودانۍ، د ملي احصایې او معلوماتو ادارې ترڅنګ موقعیت لري، د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي.

که چېرې ګډون کوونکی د استازي له خوا ګډون کوي، د رسمي اسنادو او مکتوب  وړاندې کول لازمي دي.

یادې طرحې باید لاندې ټکي ولري:

د ځمکې د کارونې هدف او روښانه ډول تشریح

د وړاندیز شوو تأسیساتو ابتدایي طرحه

اقتصادي تحلیل او د لګښتونو لومړنی اټکل

د پروژې د تطبیق مهالویش

د طرحې اقتصادي او ټولنیزې ګټې

د اجارې موده (په کلونو او میاشتو)

د میاشتنۍ کرایې وړاندیز، په واضح او مستند ډول

د طرحو د سپارلو او پرانیستلو وروستۍ نېټه:
۱۴۰۵/۱/۲۲، د سهار ۱۰ بجې

د اجراء تضمین:
د ګټونکي داوطلب له خوا د یو کال کرایې معادل تضمین، د بانک ګرنټۍ یا په  نغدیه بڼه وړاندې کول.

د طرحو د سپارلو ځای:
د ټولګټو وزارت، د تدارکاتو ریاست، د اجناسو آمریت

یادونه:
که چېرې یاده نېټه (۱۴۰۵/۱/۲۲) د دولت له خوا په ناڅاپي ډول رخصت اعلان شي، داوطلبي او د طرحو پرانیستنه به په بله کاري ورځ کې په همدې وخت او ځای کې ترسره شي.

...

۱ کال ago

...

More tenders

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۱
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د هلمند له دوراهي څخه تر هرات پورې د عمومي لویې لارې د ترمیماتو پروژه له 000+0 تر 500+19 او له 500+27 تر 000+67 کیلومتره پورې

په همدې وسیله د تدارکاتو د اصولو له مخي ټولو  ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د هلمند له دوراهي څخه تر هرات پورې د عمومي لویې لارې د ترمیماتو پروژه له 000+0 تر . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۴۲
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د کندز – شیرخان بندر د عمومي لویې لارې د اسفالتي سړک د فرش د بیا ترمیم پروژه، په هغو برخو کې چې د سړک په فرش کې عرضي او طولي موجونه رامنځته شوي دي

په همدې وسیله د تدارکاتو د اصولو له مخي ټولو  ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د کندز – شیرخان بندر د عمومي لویې لارې د اسفالتي سړک د فرش د بیا ترمیم پروژه، په . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۲۲
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د (۸) ولایتونو اړوند د ترانسپورټ او میخانیکي چارو د سمون ریاست د اړتیا وړ (۶۷۸) قلمه پرزه جاتو د چمتو کولو او تدارک پروژه

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د (۸) ولایتونو اړوند د ترانسپورټ او میخانیکي چارو د سمون ریاست د اړتیا وړ (۶۷۸) قلمه  پرزه جاتو د چمتو کولو او تدارک . . .

Back to tenders