د۵ پنځو لاټونو د داوطلبۍ لپاره د لیوالتیا ښودنې خبرتیا!

kalim_admin
 د۵ پنځو لاټونو د داوطلبۍ لپاره د لیوالتیا ښودنې خبرتیا!

Publish Date

Closing Date

 ټولګټو وزارت ټولو هغو داوطلبانو ته، چې مالي توانایي، لازم تخنیکي ظرفيتونه او اړونده مهارتونه ولري؛ بلنه ورکوي، چې د (۷۳۷) کيلومتره په اوږدوالي د هرات-زرنج-کندهار د اوسپنې پټلۍ پروژه چې لاندې ډول په پنځو برخو ويشل شوې ده، د يادې پروژې د مشورتي خدمتونو، تخنیکي څېړنو، اقتصادي او تفصيلي ډيزاين د نرخنامې په پروسه کې د ګډون کولو په موخه د يوې واحدې سرچينې په ټاکلو سره خپل غوره وړاندیزونه وړاندې کړي.

۱: د (۱۲۰) کيلومتره په اوږدوالي د هرات-شينډنډ اوسپنې پټلۍ تخنیکي څیړنې، اقتصادي او تفصيلي ډيزاين.

۲: د (۱۲۰) کيلومتره په اوږدوالي د شينډنډ-فراه اوسپنې پټلۍ تخنیکي څیړنې، اقتصادي او تفصيلي ډيزاين.

۳: په دریو برخو کې د (۱۸۸.۸)کيلومتره په اوږدوالي د فراه – امیران – زرنج غور غوری اوسپنې پټلۍ تخنیکي څیړنې، اقتصادي او تفصيلي ډيزاين.

۴: په څلورو برخو کې د (۱۷۱) کيلومتره په اوږدوالي د غورغوري-لښکرګاه اوسپنې پټلۍ تخنیکي څیړنې، اقتصادي او تفصيلي ډيزاين.

۵: په پنځو برخو کې د ( ۱۳۷.۷) کيلومتره په اوږدوالي د د لښکرګاه- کندهار اوسپنې پټلۍ تخنیکي څیړنې، اقتصادي او تفصيلي ډيزاين.

په دغه پروسه کې د واحدې سرچېنې په ډول ګډون وکړي د دغه پروژې د اړونده اسنادو، د (TOR) کاپي د ياد وزارت د تدارکاتو د رياست د ساختماني او مشورتي خدماتو له آمريت نه لاسته راوړي خپل سرتړلي غوښتنليکونه د ټولګټو وزارت د تدارکاتو رياست ته چې په ملالۍ واټ کې ، د پخوانۍ کورنيو چارو وزارت سړک کې، د احصايې او معلوماتو ملي ادارې ترڅېرمه واقع شوی دی د ياد اعلان د خپرېدلو نه تر (۱۴۰۳ ه.ش،۱۰،۲) نېټه(د ۱۰:۰۰ بجو نه مخکې له غرمې) وسپاري ، ناوخته رسېدلي او انترنتي غوښتنليکونه د منلو وړ ندي همدغه‌راز په ياده نېټه او وخت کې به د نرخ اخيستنې او غوره غوښتنليک د مندلو پروسه د داوطلبانو او د مؤظفې ادارې د استازو په شتون کې ترسره شئ ، وروسته د نرخ اخيستنه د ناستې نه د ټيټ‌ترين نرخ او نورو اړونده شرايطو په پام کې نيولو سره د رياست الوزرا عالي مقام ، د وزارت عالي مقام د حکمونو پر اساس د يادې پروسې نور طی مراحل ترسره کېږي.

...

۱ کال ۱ میاشت ago

...

More tenders

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۳۶
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا - د آقینې – اندخوی د اوسپنې پټلۍ لپاره د ۲ امنیتي بیسونو د جوړولو پروژه

 ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د آقینې – اندخوی د اوسپنې پټلۍ لپاره د ۲ امنیتي بیسونو د جوړولو پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او د یادې پروژې د . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۲:۳۵
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا - د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د سالنګونو د ساتنې او څارنې محترم ریاست د اړتیا وړ ۹۲ قلمه ساختماني موادو د تدارک او چمتو کولو پروژه

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د سالنګونو د ساتنې او څارنې محترم ریاست د اړتیا وړ ۹۲ قلمه ساختماني موادو د تدارک او چمتو کولو . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۱۹
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د بلخ ولایت خُلم ولسوالۍ د ټولپلازا اداري ودانۍ جوړولو پروژه اول لاټ

په همدې وسیله د تدارکاتو د اصولو له مخي ټولو  ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د بلخ ولایت خُلم ولسوالۍ د ټولپلازا اداري ودانۍ جوړولو پروژه اول لاټ د پروژې . . .

Back to tenders