د قرار داد د ورکړې خبرتیا- د کندهار ولایت د تختې پُل ولسوالۍ د دورۍ سیند پر سر د نائب ویالې په ساحه کې د پياده رو لپاره د نوي کیبلي پُل د یوې پایې د جوړولو پروژه
Publish Date
Closing Date
ټولګټو وزارت په شرایطو برابرو ټولو دواطلبانو ته بلنه ورکوي ؛ ترڅو ( د کندهار ولایت د تختې پُل ولسوالۍ د دورۍ سیند پر سر د نائب ویالې په ساحه کې د پياده رو لپاره د نوي کیبلي پُل د یوې پایې د جوړولو پروژې) د داوطلبۍ پروسه کې گډون وکړي او د يادې پروژې د شرطنامې، د احجام بل او تخنيکي اسناد و سافټ د دې وزارت د تدارکات ریاست د ودانيزو او مشورتي خدمتونو آمریت څخه ترلاسه او خپل آفرونه د شرطنامې تدارکات قانون او کړنلارې د مندرجو شرايطو مطابق پــه تړلي او بند ډول د خپرېدو له نېټې څخه تر (۱۰:۰۰) مخكې له غرمي ظهر( ۴/۱۰/۱۴۰۴هــ.ش) د ټولگټو وزارت د تدارکات ریاست ته چې د احصائې او ملي ادارې ترڅنگ د پخوانی داخلی وزارت سړک، ملالۍ واټ کې واقع دی وړاندې کړي، د يادونې وړ ده انترنيتي او ناوخته رسېدونکي آفرونه د منلو وړ ندي.
د آفر تضمین د بانک گرنتی په ډول ( ۳۵۰،۰۰۰) افغانۍ دي او د آفر پرانیستې غونډه به ( ۴/۱۰/۱۴۰۴هــ.ش) ( ۱۰:۰۰) بجې مخکې تر غرمې د ټولګټو وزارت په اول منزل تعمیر کې د تدارکاتو ریاست له لوري ترسره کېږي.
