داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د میدان وردګو ولایت د جلریز ولسوالۍ د (۳۴.۵۰۶) کیلومتره سړک د جوړولو او جغل اچونې پروژه
Publish Date
Closing Date
ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ترڅو د میدان وردګو ولایت د جلریز ولسوالۍ د (۳۴.۵۰۶) کیلومتره سړک د جوړولو او جغل اچونې پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي، چې یاد سړک د کابل ـ پغمان ترمینځ موقعیت لري.
علاقهمند داوطلبان کولای شي د شرطپاڼې او تخنیکي اسنادو سافټ کاپي د ملي تدارکاتو ریاست له (https://tenders.ageops.af ) وېبپاڼې او د افغانستان د پرانیستو برېښنايي تدارکاتو له سیسټم څخه ترلاسه کړي.
داوطلبان باید خپل آفرونه د شرطپاڼې له شرایطو او د تدارکاتو له اصولو سره سم، په مهر او تړل شوې بڼه، د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د ۱۴۰۵/۴/۱۴ هـ.ش نېټې د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست ته وسپاري، چې ملالۍ واټ، د پخواني کورنیو چارو وزارت پر سړک، د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ترڅنګ. موقعیت لري.
ناوخته رسېدلي او د انټرنېټ له لارې استول شوي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د آفرونو د پرانیستې غونډه به د ۱۴۰۵/۴/۱۴ هـ.ش نېټې د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د ټولګټو وزارت مقر په جومات کې ترسره شي.
