داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا-د ارزګان ولایت د سراب پُل د جوړولو پروژه چې ۴۰ متره اوږدوالی لري
Publish Date
Closing Date
ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د ارزګان ولایت د سراب پُل د جوړولو پروژې چې ۴۰ متره اوږدوالی لري د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي.
علاقهمندان کولای شي د شرطنامې او تخنیکي اسنادو سافټ کاپي د ملي تدارکاتو ریاست له (https://tenders.ageops.af ) ویبپاڼې او د افغانستان د پرانیستو برېښنايي تدارکاتو له سیسټم څخه ترلاسه کړي.
داوطلبان دې خپل آفرونه د شرطپاڼې له شرایطو او د تدارکاتو د اصولو سره سم، په مهر او تړل شوې بڼه، د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د ۱۴۰۵/۴/۱۶ هـ.ش نېټې د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د ملالۍ واټ، د پخواني کورنیو چارو وزارت پر سړک، د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ترڅنګ موقعیت لري، وسپاري.
ناوخته رسېدلي او د انټرنېټ له لارې استول شوي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د آفرونو د پرانیستې غونډه به د ۱۴۰۵/۴/۱۶ هـ.ش نېټې د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د ټولګټو وزارت د مقر په جومات کې ترسره شي.
