داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د لوګر ولایت د ټولګټو ریاست اړوند د دوو ملکیتونو د اجارې ورکولو خبرتیا
Publish Date
Closing Date
ټولګټو وزارت ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د لوګر ولایت د ټولګټو ریاست اړوند خپل دوه ملکیتونه، چې یو یې د پل علم ښار په مرکز کې استوګنیزه ودانۍ او بل یې د محمدآغې ولسوالۍ، د پل کندهاري بازار په سیمه کې د پل کندهاري د حقالعبور استوګنیزه ودانۍ ده، په اجاره ورکړي.
له ټولو حقیقي او حکمي اشخاصو څخه، چې په دې برخه کې د پانګونې لېوالتیا لري، په درنښت بلنه ورکول کېږي؛ ترڅو د یادو ملکیتونو د سوداګریزو، صنعتي، خدماتي او یا نورو مناسبو فعالیتونو لپاره اغېزمنه، اقتصادي او د پلي کېدو وړ طرحه چمتو او د ۱۴۰۵/۴/۲۰ نېټې، د شنبې په ورځ، د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د مزایدې او داوطلبۍ په پروسه کې د ګډون په موخه د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د صدارت څلورلارې، د پخواني کورنیو چارو وزارت په ودانۍ کې، د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ترڅنګ موقعیت لري، مراجعه وکړي.
که چېرې ګډونوال د استازي له لارې ګډون کوي، استازی باید رسمي خط له خپلې طرحې سره ضمیمه ولري.
وړاندې کېدونکې طرحه باید لاندې موارد ولري:
۱. د ودانۍ د کارونې د موخې او ډول روښانه تشریح.
۲. د طرحې احتمالي اقتصادي او ټولنیزې ګټې.
۳. د اجارې موده؛ داوطلب باید د ودانۍ لپاره د خپلې غوښتل شوې اجارې موده په کلونو او میاشتو کې په څرګند ډول مشخصه کړي.
۴. د میاشتني کرایې اندازه؛ داوطلب باید د میاشتني کرایې وړاندیز په واضح، مشخص او مستند ډول وړاندې کړي.
د مزایدې او د طرحو د پرانیستلو نېټه او وخت: د ۱۴۰۵/ ۴/۲۰ نېټه، د سهار ۱۰:۰۰ بجې.
د اجرا تضمین: د ګټونکي داوطلب له لوري باید د یوه کال د وړاندیز شوې کرایې معادل تضمین، د بانکي تضمین یا نغدو پیسو په بڼه، وړاندې شي.
د طرحو د سپارلو ځای : ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست، د اجناسو تدارکاتو آمریت.
یادونه: که چېرې د ۱۴۰۵/۴/۲۰ نېټه د حکومت له لوري په ناڅاپي ډول عمومي رخصتي اعلان شي، نو مزایده او د یادو طرحو پرانیسته به په لومړۍ راتلونکې کاري ورځ، په همدې اعلان کې په ټاکل شوي وخت او ځای کې ترسره شي.
