داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د کابل – هرات پر عمومي لویه لاره، د هلمند د دوراهي څخه تر سنګیلان پورې، د هلمند ولایت په سیمه کې د ترافیکي نښو او ګارډرېلونو د نصبولو پروژه

kalim_admin
اعلان دعوت به داوطلبی- پروژه  نصب علایم ترافیکی و گارد ریلها در مسیر شاهراه عمومی  کابل - هرات  از دوراهی هلمند - سنگیلان

Publish Date

Closing Date

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د کابل – هرات پر عمومي لویه لاره، د هلمند د دوراهي څخه تر سنګیلان پورې، د هلمند ولایت په سیمه کې د ترافیکي نښو او ګارډرېلونو د نصبولو پروژه، چې ( ۱۳۹+۰۹۶ – ۰+۰۰۰) کیلومتره اوږدوالی لري، د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي.

علاقه‌مندان کولای شي د شرطپاڼې او تخنیکي اسنادو برېښنايي سافت کاپي د ملي تدارکاتو ریاست د افغانستان د برېښنايي او پرانیستو تدارکاتو له وېبپاڼې https://tenders.ageops.af ))څخه ترلاسه کړي.

داوطلبان دې خپلې وړاندیزپاڼې (آفرونه) د شرطپاڼې له شرایطو سره سم او د تدارکاتو د اصولو مطابق، په مهر او تړلې بڼه، د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د چنګاښ تر ۳۱مې نېټې د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د ملالۍ واټ، د پخواني کورنیو چارو وزارت پر سړک، د ملي احصایې او معلوماتو ادارې ترڅنګ موقعیت لري، وسپاري.

ناوخته رسېدلي او د انټرنېټ له لارې استول شوي آفرونه د منلو وړ نه دي.

د وړاندیزونو د پرانیستلو غونډه به د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د چنګاښ په ۳۱مه نېټه د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د ټولګټو وزارت مقر په جومات کې  ترسره شي.

...

۱ کال ۱ میاشت ago

...

More tenders

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۳:۲۰
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د چرخ د سړک پر مسیر د شولډرونو د فرش تخریب شوو واشونو او تخریب شوي پل د ترمیم پروژه له لیوا پیاده منصوري څخه تر دبر پل پورې

په همدې وسیله د تدارکاتو د اصولو له مخي ټولو  ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د چرخ د سړک پر مسیر د شولډرونو د فرش تخریب شوو واشونو او تخریب شوي پل د ترمیم . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۱:۷
Background image

داوطلبۍ ته د بیاځلې بلنې خبرتیا - د هرات ولایت د روزنک د اوسپنې پټلۍ په تمځای کې د ټولګتو وزارت د (۲.۰۵) جریبه اضافي ځمکې د اجارې خبرتیا

ټولو محترمو داوطلبانوته خبر ور کول کیږي، چې د ټولګتو وزارت غواړي د هرات ولایت د روزنک د اوسپنې پټلۍ په تمځای کې (۲.۰۵) جریبه اضافي ځمکه په اجاره ورکړي.

له ټولو حقیقي او حکمي اشخاصو څخه . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۲۸
Background image

د داوطلبۍ د ورکړې د لغوه کېدو خبرتیا!

د عوایدو ریاست اړوند – د غزني – ارغندي ټولپلازاوې د ۱۵۹ قلمه قرطاسیې باب، دفتري لوازمو، د پخلنځي وسایلو او ساختماني موادو ته اړتیا لري، چې نوموړې پروژه د قدرمن مقام د ۱۴۴۸/۰۳/۰۳ نېټې د . . .

Back to tenders