داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا - د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د تلو د تنظیم ریاست د اړتیا وړ (۳۳) قلمه توکو د پېرودلو او نښلولو پروژه
Publish Date
Closing Date
ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د تلو د تنظیم ریاست د اړتیا وړ (۳۳) قلمه توکو د پېرودلو او نښلولو پروژه، چې د MOPW/1405/G-38/NCB تشخصیه نمبر لرونکې ده، د مؤجل مطلق بیع د قرارداد له مخې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي، ګډونوال کولای شي د شرطپاڼې له شرایطو سره سم، له اعلان وروسته خپل مهر شوي او سربسته آفرونه وسپاري.
د شرطپاڼې د ترلاسه کولو پته:
د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست، د اجناسو د تدارکاتو آمریت، چې د صدارت څلورلارې، د پخواني کورنیو چارو وزارت په ساحه کې، د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ترڅنګ موقعیت لري، له ټولو شرایطو پوره کوونکو داوطلبانو څخه غوښتنه کوي چې شرطپاڼه د فلش یا مېمورۍ له لارې ترلاسه کړي.
د آفرونو د سپارلو وروستۍ نېټه:
د آفرونو د سپارلو وروستۍ نېټه او ضربالاجل د ۱۴۰۵/۵/۸ نېټه، د سهار ۱۰:۰۰ بجې ټاکل شوې ده. له ټاکلي وخت وروسته رسېدلي او د انټرنېټ له لارې استول شوي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د آفر پرانیستلو وخت:
۱۴۰۵/۵/۸ نېټه، د سهار په ۱۰:۰۰ بجې
د آفر پرانیستلو ځای: ټولګټو وزارت
یادونه:که چېرې د روان ۱۴۰۵ کال د ۵ / ۸ نېټه د حکومت له لوري په ناڅاپي ډول عمومي رخصتي اعلان شي، د یادې پروژې د آفر پرانیستلو غونډه به په راتلونکې کاري ورځ، په همدغه اعلان کې ذکر شوې پته او وخت ترسره شي.
