داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا - د تلو چارو د سمون ریاست اړوند د مرکز او ولایتونو د تلو په ساحه کې د ۱۴۰۵ مالي کال د اړتیا وړ سولر سیستم او وسایلو د تدارک او نښلولو پروژه د مؤجل مطلقې بیع له مخې
Publish Date
Closing Date
ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د تلو چارو د سمون ریاست اړوند د مرکز او ولایتونو د تلو په ساحه کې د ۱۴۰۵ مالي کال د اړتیا وړ سولر سیستم او وسایلو د تدارک او نښلولو پروژه ، چې د (MOPW/1405/G-45/NCB) تشخصیه نمبر لرونکې ده، د مؤجل مطلق بیع د قرارداد له مخې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي، ګډونوال کولای شي د شرطپاڼې له شرایطو سره سم، له اعلان وروسته خپل مهر شوي او سربسته آفرونه وسپاري.
د شرطپاڼې د ترلاسه کولو پته:
د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست، د اجناسو د تدارکاتو آمریت، چې د صدارت څلورلارې، د پخواني کورنیو چارو وزارت په ساحه کې، د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ترڅنګ موقعیت لري، له ټولو شرایطو پوره کوونکو داوطلبانو څخه غوښتنه کوي چې شرطپاڼه د فلش یا مېمورۍ له لارې ترلاسه کړي.
د آفرونو د سپارلو وروستۍ نېټه: د آفرونو د سپارلو وروستۍ نېټه او ضربالاجل د۱۴۰۵/۵/۱۵نېټه، د سهار ۱۰:۰۰ بجې ټاکل شوې ده. له ټاکلي وخت وروسته رسېدلي او د انټرنېټ له لارې استول شوي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د آفر تضمین: د داوطلبۍ په روانو پروسو کې د آفر تضمین، د ملي تدارکاتو د محترم کمېسیون د( ۸۶۷) ګڼې پرېکړې له مخې، چې د۱۴۴۷/۸/۸ نېټې ده، د عقودو د قانون تر اړوندې کړنلارې تر نهايي کېدو پورې د تطبیق وړ نه دی.
د آفر پرانیستلو وخت: ۱۴۰۵/۵/۱۵نېټه، د سهار په ۱۰:۰۰ بجې
د آفر پرانیستلو ځای: د ټولګټو وزارت ودانۍ
یادونه:که چېرې د روان ۱۴۰۵/۵/۱۵نېټه د حکومت له لوري په ناڅاپي ډول عمومي رخصتي اعلان شي، د یادې پروژې د آفر پرانیستلو غونډه به په راتلونکې کاري ورځ، په همدغه اعلان کې ذکر شوې پته او وخت ترسره شي.
