د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د 1405 مالي کال لپاره د خدماتو ریاست د اړتیا وړ د 6 قلمه البسه بابو دپېرلو پروژه د مؤجل مطلق بیعې پر اساس
Publish Date
Closing Date
په همدې وسیله ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د 1405 مالي کال لپاره د خدماتو ریاست د اړتیا وړ د 6 قلمه البسه بابو دپېرلو پروژه د مؤجل مطلق بیعې پر اساس د پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي، چې د MOPW/1405/G-62 /NCB) تشخصیه نمبر لرونکی ده، د عطاالله قریشي د البسې تولیدي شرکت ته، چې جواز شمېره یې (65604) ده او د شرکت پته یې : کابل ښار مرکز د چهلستون سړک د جنګلک سیمه کې موقعیت لري، د قراردادونو د قانون له مخې چې قیمت یې(799840 ) افغانۍ دي په قرارداد ورکړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولای شي د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر پنځو (5) تقویمي ورځو پورې خپل اعتراض په لیکلي ډول، له اړوندو دلایلو سره یوځای د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د ملالۍ واټ د کورنیو چارو پخواني وزارت پر سړک، د احصایې او معلوماتو عمومي ادارې ترڅنګ موقعیت لري وسپاري.
دا خبرتیا د قرارداد د عقد په معنا نه ده، او د پورته یادې شوې مودې تر بشپړېدو او د راتلونکو قانوني اجراآتو تر بشپړېدو پورې به قرارداد نه لاسلیک کېږي.
