تېرو دوو میاشتو کې د افغانستان د ټولګټو وزارت اوسپنې پټلۍ له لارې (۶۰۹۱۵۸) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۵ - ۱۵:۵۵
تېرو دوو میاشتو کې د افغانستان د ټولګټو وزارت اوسپنې پټلۍ له لارې (۶۰۹۱۵۸) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

تېرو دوو میاشتو کې (د ۱۴۰۳ هـ.ش. کال د ثور او جوزا مياشتو کې ) د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۶۰۹۱۵۸) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
د حیرتان بندر له لارې (۴۷۱۵۳۶) ټنه، د آقینې بندر له لارې (۶۸۶۷۶) ټنه او د تورغونډۍ بندر له لارې (۶۸۴۶۲) ټنه، د هرات – خواف له لارې(۴۸۴)  انتقالات چې ټولټال ( ۶۰۹۱۵۸) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.
د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په تیرو دوو میاشتو کې (۳۳۱۶۱) ټنه صادرات شوي، چې لویه برخه یې وچه مېوه، معدني ډبرې او د انارو جوس دي.
هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.
درنو تجارانو! که غواړئ خپل سوداګريز توکي په خوندي، ارزانه او چټکه توګه د ريل پټلۍ له لارې انتقال کړئ، نو همدا اوس په مرکز کابل او ولايتونو کې د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې معینیت له آړوند مسوولينو سره په آړيکه کې شئ.
•    کابل: 0202320933
•    بلخ: 0792008090
•    هرات: 0793500545
•    فارياب: 0794050003
د ټولګټو وزارت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته لا زياتې اسانتياوې برابرې کړي

...

6 میاشتې 2 اونی ago

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۱۷
Background image

د هېواد د اوسپنې پټلۍ د څلورو بندرونو له لارې انتقالات په نورمال ډول جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت درنو هېوادوالو ته ډاډ ورکوي، چې تردامهاله د انتقالاتو په برخه کې هېڅ ډول خنډ شتون نه لري او د هېواد د اوسپنې پټلۍ د څلورو بندرونو له لارې انتقالات په عادي او منظم. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۲:۲۸
Background image

د ۱۴۰۳ هـ. ش کال د ۱۱ میاشتو په پرتله د سږکال د ۱۱ میاشتو په انتقالاتو کې ۳۳.۳ سلنه زیات والی راغلی

د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د حمل میاشتې له پیله د دلوې میاشتې تر پایه پورې، د افغانستان د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلیو له لارې ټولټال(۵۳۸۷۵۴۹) مېټریک ټنه انتقالات ترسره شوي دي.

دا په داسې حال کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۳:۴۶
Background image

په تېره یوه میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ( ۷۲۶۵۶۰) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د دلوې مياشتې له پيله تر پايه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ( ۷۲۶۵۶۰) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ( ۴۶۵۵۴۸) ټنه، د آقینې بندر له لارې (۶۱۷۳. . .

BACK TO NEWS