جايکا ټولګټو وزارت ته د همکاريو د دوام ډاډ ورکړ

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۸ - ۱۲:۳۵
جايکا ټولګټو وزارت ته د همکاريو د دوام ډاډ ورکړ

 

د ټولګټو وزارت وزير انجنیر نجیب الله یمین د جاپان  هېواد د نړيوالو همکاريو ادارې (جایکا) له مسؤلینو سره د ویډیو کنفرانس لارې خبرې وکړې.
په دې ويډيو کنفرانس کې د ټولګټو وزارت د همکارانو تر څنګ د افغانستان دپاره د جاپان د نړيوالو همکاريو ادارې مشر کينسيوک څوجي (Kensuke  Tsuji)، د يادې ادارې مرستيال يويا ساتو (Yuya Sato) او د پروګرام مسوول وحيدالله سباوون برخه درلودله. 
په پيل کې د ټولګټو وزیر نجيب الله يمين د جاپان او افغانستان د اوږدمهاله اړيکو او د هغه هېواد لخوا د کېدونکو بشري مرستو په ارزښت هر اړخيزې خبرې – اترې وکړې. نوموړي د جاپان هېواد د بشري همکاريو د يوې مهمې بېلګې په توګه د جاپاني الاصله افغان ډاکټر تیتسو ناکامورا يادونه وکړه او د نوموړي هڅې يې د دواړو هېوادونو تر منځ د انساني اړيکو ستر روايت وګڼلې.
نوموړي زياته کړه: جاپان او افغانستان به په ګډه د ارواښاد ناکامورا د آبادۍ فکر او تګلاره د تل دپاره خپل سرمشق ګرځوي. 
د جایکا ادارې د افغانستان د برخې مشر کينسيوک څوجي له ټولګټو وزیر سره د تعارفي ليدنې له امله خوښي وښودله.
نوموړي زياته کړه چې جايکا اداره به په پرمختيايي او بشري برخو کې د خپلو پخوانيو همکاريو په څېر نورو مرستو ته هم دوام ورکړي او د همکاريو د دوام په هدف يې د دا ډول نورو کنفرانسونو پر جوړیدا لا زيات ټينګار وکړ.
د یادولو وړ ده، چې د ټولګټو وزارت لخوا د جاپان هېواد د تل پاتې همکاریو د دوام او په ځانګړي ډول د جايکا ادارې له همکاريو څخه د مننې په موخه هغوی ته ځانګړې معنوي ډالۍ هم ورکړل شوې.

...

۱ کال ۱ میاشت ago

...

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۲۷
Background image

د شيخ ابونصر فراهي بندر د ۶۴ کيلو متره سړک د بيارغونې چارې پيل شوې

د ایران اسلامي جمهوریت له لورې د ټولګټو وزارت په همغږۍ په فراه کې پرون د میل ۷۸ (ابونصر فراهي) سړک د ۶۴ کيلو متره برخې د بيارغونې چارې د دغه ولایت د والي محترم  ملا محمد حافظ مجاهد، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۲۵
Background image

د بادغیس – هرات لویې لارې د سړک د فرش ترمیماتي چارې د څه باندې ۳۱.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا ټولګټو وزارت له لوري د بادغیس – هرات لویې لارې اړوند له قلعه نو څخه د بادغیس ولایت تر لامان بازار پورې د سړک د فرش د ترمیم او استنادي دېوالونو جوړولو چارې څه باندې ۳۱.۷ میلیونه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۲۰
Background image

د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین د لوګر ولایت له مرستیال والي سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین، محترم الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي، د لوګر ولایت له مرستیال والي، محترم مولوي انعام الله صلاح‌الدین، سره په خپل کاري دفتر کې. . .

BACK TO NEWS