خوست: د دوه منده – سپري اسفالټ سړک ترمیم او د دادوال پُل د تحکیمولو چارې دوام لري

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۲/۲۴ - ۱۰:۲۴
خوست: د دوه منده – سپري اسفالټ سړک ترمیم او د دادوال پُل د تحکیمولو چارې دوام لري

د خوست ولایت د دوه منده او سپري ولسوالیو ترمنځ د غځیدلي سفالټ سړک د ترمیم او د اسماعیل خیلو او مندوزي ولسوالیو پر سړک د دادوال پُل د تحکیم کاري چارې په چټکۍ سره دوام لري.

د سړک او پل د ترمیم دا پروژه د ټولگټو وزارت له لوري له یوه خصوصي ودانیز شرکت سره د ۵.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت تړون شوی، چې د ا.ا.ا، له لوري تمویلیږي.

د دې پروژې د کار په جریان کې د سیمي اوسیدونکو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول کاري بوختیاوې رامنځته شوې دي، چې د کار له بشپړیدو سره به د دوه منده او سپري ولسوالیو د اوسیدنکو ترانسپورتي ستونزې د پخوا په پرتله هواري شي.

ټولگټو وزارت هڅه کوي، چې د دغه وزارت مالي امکاناتو ته پام سره د خلکو ترانسپورتي ستونزي هواري کړي.

...

11 میاشتې ۱ اونی ago

...

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۳:۴۵
Background image

په چنګاښ میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۱۶۳۰۰مټریک ټنه انتقالات شوي دي

د ۱۴۰۵ هـ.ش. کال د چنګاښ مياشتې له پيله تر پايه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۱۶۳۰۰ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ۴۸۳۳۸۸ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۶۰۵۴۶ټنه،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۲:۲۱
Background image

د کندهار – هرات لویې لارې د دویم لین سړک د دویم او درېیم لاټونو د جوړولو پروژه له ۲۲ سلنه فزیکي پرمختګ سره جریان لري

د ا.ا.ا  ټولګټو وزارت له لوري د کندهار – هرات لویې لارې دویم لین سړک ( باغ پل – ګرشک) د دویم او درېیم لاټ د جوړولو پروژه، چې ټولیز اوږدوالی یې ۵۲ کیلومتره، د سړک پلنوالی ۷.۳۰ متره او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۱:۴۳
Background image

په غزني ولایت کې د خون کوتل سړک د جوړولو چارې ۶۳۲ میلیونه افغانیو په ارزښت جریان لري

د غزني ولایت د اجرستان ولسوالۍ اړوند د خون کوتل سړک د جوړولو چارې د شاوخوا ۶۳۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري له خصوصي سکټور سره قرارداد شوې دي او دا مهال د ٤٧. . .

BACK TO NEWS