خوست: په موسی‌خیلو ولسوالۍ کې د یوه پایه ۳۰ متره پل د جوړولو کار روان دی

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۹ - ۱۲:۳۴
خوست: په موسی‌خیلو ولسوالۍ کې د یوه پایه ۳۰ متره پل د جوړولو کار روان دی

د خوست ولایت په موسی‌خیلو ولسوالۍ کې د یوه پایه پله د جوړولو کار د سیمې د خلکو او یوه خیریه بنسټ په مالي ملاتړ جریان لري. 

دغه پل، چې ۳۰ متره اوږدوالی او ۸ متره پلنوالی لري، د خوست ولایت د ټولګټو ریاست د انجنیري ټیم لخوا یې د طرحې، ډیزاین او سروې چارې له وړاندې ترسره شوې دي، چې دا مهال یې د جوړولو کار د جریان لري او د یاد ولایت د ټولګټو ریاست د انجنیري ټیم له لوري یې دوامداره څارنه ترسره کیږي.  

د دغه پل د کار په جریان کې به د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شي او د کار له بشپړېدو سره به یې؛ د پکتیا د جانيخیلو ولسوالۍ په شمول، د خوست د موسیخیلو او قلندر خیلو ولسوالیو د اوسېدونکو ترانسپورتي ستونزې هواري شي. 
 

...

7 میاشتې ago

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۱:۳۳
Background image

په تېره اوونۍ کې د تولکټو وزارت داوسپنې پټلۍ له لارې ۱۶۹۵۶۵ مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال له ۲۲مې څخه د کب/حوت تر ۲۸مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۶۹۵۶۵ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ۱۰۸۰۸۶ ټنه، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۲:۲۴
Background image

د فراه – فراه رود ۶۱.۲ کیلومتره سړک د دویمې طبقې د بیا رغونې چارې جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په فراه ولایت کې د فراه – فراه رود ۶۱.۲ کیلومتره سړک د دویمې طبقې اسفالټ چارې د څه باندې ۳۹۵ میلیونه افغانیو په ارزښت جریان لري.

دغه سړک د فراه ولایت له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۹:۱۳
Background image

د ټولګټو وزارت وزیر لوګر ولایت ته سفر وکړ

 

د ټولګټو وزارت وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني نن د اختر په درېیمه ورځ د لوګر ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د یو شمېر پروژو له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه.

نوموړي د یاد سفر په ترڅ. . .

BACK TO NEWS