داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا - د نائب‌آباد تمځای د ۱.۶۹۴ کیلومتره اوسپنې پټلۍ او دوو بابو هنګرونو جوړولوپروژه

kalim_admin
  اعلان دعوت به داوطلبی- اعمار دو باب هنگر و 1.694 کیلومتر خط آهن ایستگاه نائب آباد

Publish Date

Closing Date

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د نائب‌آباد تمځای د ۱.۶۹۴ کیلومتره اوسپنې پټلۍ او دوو بابو هنګرونو جوړولوپروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي.

علاقهمند داوطلبان کولای شي د شرطپاڼې او تخنیکي اسنادو سافټ کاپي د ملي تدارکاتو ریاست له  (https://tenders.ageops.af )  وېبپاڼې او د افغانستان د پرانیستو برېښنايي تدارکاتو له سیسټم څخه ترلاسه کړي.

داوطلبان دې خپل آفرونه د شرطپاڼې له شرایطو او د تدارکاتو له اصولو سره سم، په مهر او تړل شوې بڼه، د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د ۱۴۰۵/۵/۱۷ هـ.ش نېټې د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې ملالۍ واټ، د پخواني کورنیو چارو وزارت پر سړک، د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ترڅنګ موقعیت لري وسپاري.

ناوخته رسېدلي او د انټرنېټ له لارې استول شوي آفرونه د منلو وړ نه دي.

د آفرونو د پرانیستې غونډه به د ۱۴۰۵/۵/۱۷ هـ.ش نېټې د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د ټولګټو وزارت مقر په جومات کې ترسره شي.

د تادیاتو تمویل: یاده پروژه د پانګونې د تړون له لارې عملي کېږي. د قرارداد اړوند تادیاتو عواید د تأسیساتو له بشپړېدو وروسته د افغانستان اسلامي امارت د نافذه اصولو سره سم راټولېږي، او د قراردي انوایس له همدې عوایدو څخه ورکول کېږي.

...

۱ کال ago

...

More tenders

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۵:۷
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د سمنګان ولایت د ایبک–مزارشریف پر لاره د چشمه‌ صیاد پروژه

په همدې وسیله د تدارکاتو د اصولو له مخي ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو  د سمنګان ولایت د ایبک–مزارشریف پر لاره د چشمه‌ صیاد د پروژې قرارداد، چې د MOPW . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۰:۵۵
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د هلمند له دوراهي څخه تر هرات پورې د عمومي لویې لارې د پنځم لاټ د ترمیم پروژه چې 800+211 څخه تر 800+261 کیلومتره پورې او د فراه ولایت د ټولګټو وزارت د ساحې مربوط مسؤلیت کیږي

په همدې وسیله  د تدارکاتو د اصولو له مخې ټولو  ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د هلمند له دوراهي څخه تر هرات پورې د عمومي لویې لارې د پنځم لاټ د ترمیم پروژه   . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۳۲
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا - د اند خوی–آقینې بندر د سړک د اسفالټ فرش د ترمیم پروژه

د ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ترڅو د اند خوی–آقینې بندر د سړک د اسفالټ فرش د ترمیم پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او د یادې پروژې د شرطپاڼې او . . .

Back to tenders