داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا - د هرات ولایت د روزنک د اوسپنې پټلۍ په تمځای کې د ټولګتو وزارت د (۲.۰۵) جریبه اضافي ځمکې د اجارې خبرتیا
Publish Date
Closing Date
ټولو محترمو داوطلبانوته خبر ور کول کیږي، چې د ټولګتو وزارت غواړي د هرات ولایت د روزنک د اوسپنې پټلۍ په تمځای کې (۲.۰۵) جریبه اضافي ځمکه په اجاره ورکړي.
له ټولو حقیقي او حکمي اشخاصو څخه، چې په دې برخه کې د پانګونې لېوالتیا لري، په درناوي بلنه ورکول کېږي؛ترڅو د یادې ځمکې پر سر د سوداګریزو، صنعتي، خدماتي او ورته نورو تأسیساتو د جوړولو لپاره یوه اغېزمنه، اقتصادي او د عملي کېدو وړ طرحه ترتیب او د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د زمري میاشتې تر ۲۱مې نېټې، د چهارشنبې ورځې، د سهار تر ۱۰:۰۰بجو پورې د مزایدې او داوطلبۍ په پروسه کې د ګډون په موخه د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست، د اجناسو د تدارکاتو آمریت ته، چې د صدارت څلورلارې، د کورنیو چارو وزارت پخوانۍ ودانۍ، د ملي احصایې او معلوماتو ادارې ترڅنګ موقعیت لري، مراجعه وکړي.
که ګډونوال د استازي له لارې ګډون کوي، نو اړ دي چې رسمي مکتوب/ خط هم له خپلې طرحې سره ضمیمه کړي.
وړاندې شوې طرحې باید لاندې موارد ولري:
۱- د ځمکې د کارونې موخه په روښانه ډول تشریح شي.
۲- د وړاندیز شویو تأسیساتو لومړنۍ طرحه، له نقشې او پلان سره.
۳- اقتصادي تحلیل او د لګښتونو لومړنی اټکل.
۴- د پروژې د پلي کولو مهالویش.
۵- د طرحې احتمالي اقتصادي او ټولنیزې ګټې.
۶- د اجارې موده: داوطلب باید د ځمکې د اجارې غوښتل شوې موده د کلونو او میاشتو په ډول مشخص کړي.
۷- د میاشتنۍ کرایې اندازه: داوطلب باید د میاشتنۍ کرایې وړاندیز په څرګند او واضح ډول وړاندې کړي.
د مزایدې او د طرحو د پرانیستلو وروستۍ نېټه:
د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د زمري ۲۱مه، د سهار ۱۰:۰۰ بجې.
د اجرا تضمین:
بریالی داوطلب مکلف دی چې د خپلې وړاندې شوې یوې کلنې کرایې معادل تضمین د بانکي تضمین یا نغدو پیسو په بڼه وړاندې کړي.
د طرحې تسلیمولو ځای:
ټولګټو وزارت، د تدارکاتو ریاست، د اجناسو د تدارکاتو آمریت.
یادونه:
که د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د زمري ۲۱مه نېټه د حکومت له لوري په ناڅاپي ډول عمومي رخصتي اعلان شي، نو د مزایدې او د طرحې د پرانیستلو بهیر به په راتلونکې کاري ورځ، په همدې خبرتیا په ټاکل شوي وخت او ځای کې ترسره کېږي.
