داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا - د هرات ولایت د روزنک د اوسپنې پټلۍ په تمځای کې د ټولګتو وزارت د (۲.۰۵) جریبه اضافي ځمکې د اجارې خبرتیا

kalim_admin
اعلان دعوت به داوطلبی- اعلان اجاره ‌دهی (۲٫۰۵) جریب زمین مازاد ملکیت وزارت فواید عامه واقع ایستگاه خط آهن روزنک، ولایت هرات

Publish Date

Closing Date

ټولو محترمو داوطلبانوته خبر ور کول کیږي، چې د ټولګتو وزارت غواړي د هرات ولایت د روزنک د اوسپنې پټلۍ په تمځای کې (۲.۰۵) جریبه اضافي ځمکه په اجاره ورکړي.

له ټولو حقیقي او حکمي اشخاصو څخه، چې په دې برخه کې د پانګونې لېوالتیا لري، په درناوي بلنه ورکول کېږي؛ترڅو د یادې ځمکې پر سر د سوداګریزو، صنعتي، خدماتي او ورته نورو تأسیساتو د جوړولو لپاره یوه اغېزمنه، اقتصادي او د عملي کېدو وړ طرحه ترتیب او د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د زمري میاشتې تر ۲۱مې نېټې، د چهارشنبې ورځې، د سهار تر  ۱۰:۰۰بجو پورې د مزایدې او داوطلبۍ په پروسه کې د ګډون په موخه د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست، د اجناسو د تدارکاتو آمریت ته، چې د صدارت څلورلارې، د کورنیو چارو وزارت پخوانۍ ودانۍ، د ملي احصایې او معلوماتو ادارې ترڅنګ موقعیت لري، مراجعه وکړي.

که ګډونوال د استازي له لارې ګډون کوي، نو اړ دي چې رسمي مکتوب/ خط هم له خپلې طرحې سره ضمیمه کړي.

وړاندې شوې طرحې باید لاندې موارد ولري:

۱- د ځمکې د کارونې موخه په روښانه ډول تشریح شي.

۲- د وړاندیز شویو تأسیساتو لومړنۍ طرحه، له نقشې او پلان سره.

۳- اقتصادي تحلیل او د لګښتونو لومړنی اټکل.

۴- د پروژې د پلي کولو مهالویش.

۵- د طرحې احتمالي اقتصادي او ټولنیزې ګټې.

۶- د اجارې موده: داوطلب باید د ځمکې د اجارې غوښتل شوې موده د کلونو او میاشتو په ډول مشخص کړي.

۷- د میاشتنۍ کرایې اندازه: داوطلب باید د میاشتنۍ کرایې وړاندیز په څرګند او واضح ډول وړاندې کړي.

د مزایدې او د طرحو د پرانیستلو وروستۍ نېټه:

د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د زمري ۲۱مه، د سهار ۱۰:۰۰ بجې.

د اجرا تضمین:

بریالی داوطلب مکلف دی چې د خپلې وړاندې شوې یوې کلنې کرایې معادل تضمین د بانکي تضمین  یا نغدو پیسو په بڼه وړاندې کړي.

د طرحې تسلیمولو ځای:

ټولګټو وزارت، د تدارکاتو ریاست، د اجناسو د تدارکاتو آمریت.

یادونه:

که د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د زمري ۲۱مه نېټه د حکومت له لوري په ناڅاپي ډول عمومي رخصتي اعلان شي، نو د مزایدې او د طرحې د پرانیستلو بهیر به په راتلونکې کاري ورځ، په همدې خبرتیا په ټاکل شوي وخت او ځای کې ترسره کېږي.

.

11 months 1 week ago

 

More tenders

Sat, Dec 14 2024 9:45 AM
Background image

REQUEST FOR Consultancy Service for Detail Survey and Detail design for Kandahar-Spinboldak Railway Project LENGTH (96 Km)

Procuring Entity

National Procurement directorate (NPD) on behalf of      Ministry of Public Works/Afghanistan Railway Authority (MOPW/ARA)

Fund . . .

Sun, Feb 21 2021 9:33 AM
Background image

REQUEST FOR EXPRESSIONS OF INTEREST (REOI)

REQUEST FOR EXPRESSIONS OF INTEREST (REOI)

(Consulting Services – Firms Selection)

Country:  Government of Islamic Republic of Afghanistan

Project:    Trans-Hindukush Road . . .

Back to tenders