داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د ټولګټو وزارت د اداري او خدماتو ریاست د اړتیا وړد یوې فایروال دستګاه او اړوندو خدماتو د تدارک او پېرلو پروژه، د ملي پرانیستې داوطلبۍ له لارې

kalim_admin
پروژه تهیه و خریداری یک پایه فایروال و خدمات آن مورد ضرورت ریاست اداری و خدمات وزارت فواید عامه با استفاده از روش داوطلبی بازملی

Publish Date

Closing Date

د ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د ټولګټو وزارت د اداري او خدماتو ریاست د اړتیا وړ د یوې فایروال دستګاه او اړوندو خدماتو د تدارک او پېرلو د داوطلبۍپه پروسه کې، چې د (مطلق مؤجل بيعې) پر بنسټ ترسره کېږي او د پېژندنې شمېره یې MOPW/1405/G-25/NCB ده، ګډون وکړي او خپل مهر او لاک شوي آفرونه د شرطپاڼې له شرایطو سره سم د اعلان له خپرېدو وروسته وړاندې کړي.

داوطلبان کولای شي شرطنامه د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست د اجناسو د تدارکاتو له آمریت څخه، چې د صدارت څلورلارې، د پخواني کورنیو چارو وزارت ترڅنګ، د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې ته نږدې موقعیت لري، په فلش یا مېموري کې ترلاسه کړي، یا یې د ملي تدارکاتو ادارې د وېب‌پاڼې د اعلاناتو له برخې څخه تر لاسه کړي.

د آفرونو د سپارلو وروستۍ نېټه د ۱۴۰۵/۴/۶ نېټې د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې ده. ناوخته رسېدلي او د انټرنېټ له لارې استول شوي آفرونه د منلو وړ نه دي.

د آفر پرانیستلو وخت:

۱۴۰۵/۴/۶ نېټه، د سهار ۱۰:۰۰ بجې.

د آفر پرانیستلو ځای:

ټولګټو وزارت.

یادونه:

که چېرې د ۱۴۰۵/۴/۶ نېټه د حکومت له لوري په ناڅاپي ډول عمومي رخصتي اعلان شي، د یادې پروژې د آفر پرانیستلو غونډه به په راتلونکې کاري ورځ، په هماغه ټاکلي وخت او ځای کې ترسره شي.

...

10 میاشتې 3 اونی ago

...

More tenders

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۳:۳۴
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا- د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د پلچرخي ترازو د درې قلمه توکو او وسایلو د تدارک او پېرلو پروژه

ټولګټو وزارت ټولو محترمو داوطلبانو ته خبر ورکوي؛ ترڅو د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د پلچرخي ترازو د درې قلمه توکو او وسایلو د تدارک او پېرلو د پروژې قرارداد، د مطلقې مؤجلې بیع پر اساس چې، د MO . . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۱۳:۲۲
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا-د ارزګان ولایت د ۴۰ متره د سیوات پُل جوړولو پروژه

ټولګټو وزارت ټولو محترمو داوطلبانو ته خبر ورکوي،چې د ارزګان ولایت د ۴۰ متره د سیوات پُل جوړولو پروژې قرارداد، چې تشخصیه شمېره یې MOPW/1405/W-10/NBC ده، د تدارکاتو د اصولو له مخې د . . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۱۲:۴۰
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د سالنګونو د ساتنې او ساتنې ریاست د اړتیا وړ د (۶۶) قلمه درملو د تدارک او پېرودلو پروژه

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د سالنګونو د ساتنې او ساتنې ریاست د اړتیا وړ د (۶۶) قلمه درملو د تدارک او پېرودلو پروژې( د مؤجل مطلق . . .

Back to tenders