داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د مطالعاتو او پروژه سازۍ ریاست د اړتیا وړ دوه (۲) سیټه مکمل الاسباب کمپیوټري DGPS وسایلو د تدارک او پېرودلو پروژه

kalim_admin
پروژه ( تهیه و تدارک دو سیت DGPS مکمل الاسباب کمپیوتر مورد ضرورت ریاست مطالعات و پروژه سازی بابت سال مالی 1405

Publish Date

Closing Date

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د مطالعاتو او پروژه سازۍ ریاست د اړتیا وړ دوه (۲) سیټه مکمل الاسباب کمپیوټري  DGPS وسایلو د تدارک او پېرودلو پروژه، چې د   MOPW/1405/G-58/NCB  تشخصیه نمبر لرونکې ده، د مؤجل مطلق بیع د قرارداد له مخې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي،  ګډونوال کولای شي د شرطپاڼې له شرایطو سره سم، له اعلان وروسته خپل مهر شوي او سربسته آفرونه وسپاري.

د شرطپاڼې د ترلاسه کولو پته:

د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست، د اجناسو د تدارکاتو آمریت، چې د صدارت څلورلارې، د پخواني کورنیو چارو وزارت په ساحه کې، د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ترڅنګ موقعیت لري، له ټولو شرایطو پوره کوونکو داوطلبانو څخه غوښتنه کوي چې شرطپاڼه د فلش یا مېمورۍ له لارې ترلاسه کړي.

د آفرونو د سپارلو وروستۍ نېټه:

د آفرونو د سپارلو وروستۍ نېټه او ضربالاجل د۷/۱۴۰۵/ ۴نېټه، د سهار ۱۰:۰۰ بجې ټاکل شوې ده. له ټاکلي وخت وروسته رسېدلي او د انټرنېټ له لارې استول شوي آفرونه د منلو وړ نه دي.

د آفر تضمین: د داوطلبۍ په روانو پروسو کې د آفر تضمین، د ملي تدارکاتو د محترم کمېسیون د( ۸۶۷) ګڼې پرېکړې له مخې، چې د۱۴۴۷/۸/۸ نېټې ده، د عقودو د قانون تر اړوندې کړنلارې تر نهايي کېدو پورې د تطبیق وړ نه دی.

د آفر پرانیستلو وخت:

۱۴۰۵/۷/۴نېټه، د سهار په ۱۰:۰۰ بجې

د آفر پرانیستلو ځای: د ټولګټو وزارت ودانۍ

یادونه:که چېرې د روان ۱۴۰۵/۷/۴نېټه د حکومت له لوري په ناڅاپي ډول عمومي رخصتي اعلان شي، د یادې پروژې د آفر پرانیستلو غونډه به په راتلونکې کاري ورځ، په همدغه اعلان کې ذکر شوې پته او وخت  ترسره شي.

...

۱ کال ago

...

More tenders

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۳:۳۰
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د مطالعاتو او پروژه سازۍ ریاست د اړتیا وړ دوه (۲) سیټه مکمل الاسباب کمپیوټري DGPS وسایلو د تدارک او پېرودلو پروژه

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د مطالعاتو او پروژه سازۍ ریاست د اړتیا وړ دوه (۲) سیټه مکمل الاسباب کمپیوټري  DGPS وسایلو د تدارک . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۱:۴۶
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د پرانستې ملي داوطلبۍ له لارې د عوایدو ریاست اړوندو ایجابي چارو د نصب او تنظیم په ګډون د۱۴۰۵ مالي کال لپاره د مطلق مؤجل بیعې پر اساس د هرات - اسلام قلعه د ټولپلازا د اړتیا وړ ۶۷ قلمه برقي وسایلو د تدارک او پېرودلو پروژه

  ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د پرانستې ملي داوطلبۍ له لارې د عوایدو ریاست اړوندو ایجابي چارو د نصب او تنظیم په ګډون د۱۴۰۵ مالي کال لپاره د مطلق . . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۰:۲۴
Background image

داوطلبۍ ته د بیا ځلې بلنې خبرتیا - د پکتیا – خوست د ۲۰ کیلومتره  سړک د اساسي رغونې پروژه

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو - د پکتیا – خوست  د ۲۰ کیلومتره  سړک د اساسي رغونې  پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي.

علاقه‌مند داوطلبان کولای شي . . .

Back to tenders