داوطلبۍ ته د بیا ځلې بلنې خبرتیا-د کابل په قره باغ سیمه کې د ټولګټو وزارت له اضافي موازي ملکیت څخه 6.32 جریبه ځمکې د کرایې ورکولو پروسه

kalim_admin
اعلان تمدید میعاد دعوت به داوطلبی -  اجاره دهی موازی (6.32) جریب زمین ملکیت این وزارت واقع قره باغ ولایت کابل

Publish Date

Closing Date

ټولګټو وزارت ټولو په شرايطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، ترڅو د کابل په قره باغ  سیمه کې د ټولګټو وزارت له اضافي موازي ملکیت څخه د   (6.32)ځمکې په کرایه ورکولو پروسه کې ګدون وکړي.

 له ټولو حقیقي او حکمي اشخاصو څخه، چې غواړي په دې برخه کې پانګونه وکړي، په درنښت غوښتنه کېږي، ترڅو یوه اغېزمنه او د پلي کېدو وړ اقتصادي طرحه د یادې ځمکې د سوداګریزو، صنعتي، خدماتي او ورته تأسیساتو د جوړولو لپاره ترتیب کړي، او خپله طرحه د 1404 کال د قوس 8 مه نېټه، د پنجشنبې په ورځ د سهار لسو بجو پورې د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست د اجناسو آمریت ته، چې د صدارت څلور لارې، د پخواني کورنیو چارو وزارت ترڅنګ او د ملي احصایې او معلوماتو ادارې څنګ ته موقعیت لري، وسپاري.

د طرحې (پلان) محتوا باید لاندې موارد ولري:

1-       د ځمکې د کارونې  ډول او هدف په روښانه توګه تشریح کړي؛

2-       د پلان شویو تأسیساتو ابتدایي طرح وړاندې کړي؛

3-       اقتصادي تحلیل او د لګښتونو ابتدایي اټکل وړاندې کړي؛

4-       د پروژې د تطبیق مهالوېش (ټایم‌لاین) مشخص کړي؛

5-       د طرحې احتمالي اقتصادي او ټولنیزې ګټې روښانه کړي؛

6-       د اجارې موده: داوطلب باید د اجارې د مودې اوږدوالی (په کلونو او میاشتو) مشخص کړي؛

7-       د میاشتني کرایې اندازه: داوطلب باید د میاشتني کرایې خپل وړاندیز په څرګند او مستدل ډول وړاندې کړي.

د آفر تضمین : اوس مهال قابل د تطبیق نه دی

د آفر پرانيستلو نېټه :   1404/9/8 - ( 10:00 )  بجې له غرمې مخکې.

د آفر پرانستولو ځای: د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست د اجناسو آمریت

يادونه: که چيرې د روان کال ( 1404/9/8) نېټه د حکومت لخوا په ناڅاپي ډول رخصتي اعلان شي؛ د داوطلبۍ ناسته د یادې نېټې به بله کاري ورڅ کې ترسره کېږي.

...

9 میاشتې 2 اونی ago

...

More tenders

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۴:۱۴
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د آقینې د اوسپنې پټلۍ تمځای د درې لیول کراسینګ دستګاوو د اساسي ترمیم او د تمځای د څلورم فرعي پټلۍ ترڅنګ د سړک د جغل اچونې پروژه

ټولګټو وزارت د ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو څخه غوښتنه کوي چې د (آقینې د اوسپنې پټلۍ تمځای د درې لیول کراسینګ دستګاوو د اساسي ترمیم او د تمځای د څلورم فرعي پټلۍ ترڅنګ د سړک د جغل . . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۴:۱۰
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د پلچرخي ترازو د درې قلمه اجناسو او تجهیزاتو (د ترازو فریم، د ترازو سافټویر او د آرتینګ سیسټم) د برابرولو او پېرودلو پروژه

د ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو څخه غوښتنه کوي چې د( ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د پلچرخي ترازو د درې قلمه اجناسو او تجهیزاتو (د ترازو فریم، د ترازو سافټویر او د آرتینګ سیسټم) د . . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۴:۵
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د ټولګټو وزارت د ترازوګانو د چارو د تنظیم ریاست د اړتیا وړ د A11 پوس بانک کاغذ د یوه قلم جنس د برابرولو او پېرودلو پروژه

د ټولګټو وزارت له ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو څخه غوښتنه کوي چې( د ټولګټو وزارت د ترازوګانو د چارو د تنظیم ریاست د اړتیا وړ د A11 پوس بانک کاغذ د یوه قلم جنس د برابرولو او پېرودلو . . .

Back to tenders