د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ معین د یوه تخنیکي پلاوي په مشرۍ اوزبیکستان هېواد ته سفر وکړ او د یاد هېواد د اوسپنې پټلۍ ادارې له عمومي رئیس سره یې وکتل
د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ معین، محترم الحاج مولوي محمد اسحاق صاحبزاده، د یوه تخنیکي پلاوي په مشرۍ اوزبیکستان هېواد ته سفر وکړ او د دغه سفر په ترڅ کې یې د یاد هېواد د اوسپنې پټلۍ ادارې له عمومي رئیس محترم ظفر نزرلوف، سره لیدنه او خبرې اترې وکړې. د دې ناستې موخه د اوسپنې پټلۍ په برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو پیاوړتیا، د ګډو پروژو تعقیب او د زېربنایي پروژو د پلي کېدو د بهیر چټکتیا وه.
په دې ناسته کې، چې د دواړو لورو تخنیکي ټیمونو هم شتون درلود، د افغان ټرانس پروژې د سروې او امکانسنجۍ د چارو د پیل، افغانستان ته د هرات–مزارشریف د اوسپنې پټلۍ د سروې او امکانسنجۍ د اسنادو د سپارلو، د حیرتان–مزارشریف د اوسپنې پټلۍ د څلورم پورت په ساحه کې د تأسیساتو، نورو ګدامونو او فرعي کرښو د جوړولو، او همدارنګه د حیرتان د اوسپنې پټلۍ له لارې د انتقالاتو د زیاتوالي په اړه هر اړخیزې خبرې اترې وشوې.
همدارنګه، دواړو لورو د اوسپنې پټلۍ په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا، د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا، د سوداګریزو توکو د انتقالاتو پر زیاتوالي او سوداګرو او پانګه والو ته د لا ډېرو اسانتیاوو پر برابرولو ټینګار وکړ.
د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د اوسپنې پټلۍ د همکاریو پراختیا د دوو ګاونډیو هېوادونو په توګه، د متقابل باور د پیاوړتیا، اقتصادي او سیمهییزو همکاریو د پراختیا، د سوداګرۍ او ترانزیټ د کچې د لوړولو او همدارنګه د مرکزي او جنوبي آسیا ترمنځ د یوه مهم ترانزیټي څلورلارې په توګه د افغانستان د رول په پیاوړتیا کې مهم ارزښت لري. د دغو همکاریو پراختیا به د سیمهییزو ترانسپورتي شبکو د لا زیاتې نښلوونې او د سیمې د هېوادونو د اقتصادي ودې لپاره هم مناسب فرصتونه برابر کړي.
