د اوسپنيزې کرښې مرستيال د اوسپنې پټلۍ د نړيوالې اتحاديې په ۱۲مه کنگره کې ګډون وکړ

kalim_admin
شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۱۵:۱۹
0000

 
د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې مرستيال محترم الحاج مولوي محمد اسحاق صاحبزاده او مل پلاوي چين هيواد ته د خپل سفر په لړ کې د اوسپنې پټلۍ د نړيوالې اتحاديې (UIC) په ۱۲مه کنگره کې ګډون وکړ.
سږکال د اوسپنې پټلۍ د نړيوالې اتحاديې (UIC) ۱۲مه کنگره د چين هيواد په کوربتوب او ددغه هيواد د لومړي وزير د مرستيال په مشرۍ ترسره شوه، چې پکې د نړۍ له ۶۰ هيوادونو څخه لوړ رتبه چارواکو، د اوسپنې پټلۍ ماهرينو، کارپوهانو، څېړونکو او د اوسپنې پټلۍ د مخکښو شرکتونو مسوولينو ګډون کړی وو.
په ياده لويه غونډه کې د ګډونوالو ترمنځ په نړيواله کچه د اوسپنې پټلۍ د وروستيو انکشافاتو، پرمختګونو، ظرفيت لوړونې او عصري ټکنالوژۍ کارونې په تړاو مفصل بحثونه او نظرونه تبادله شول.
د غونډې په جريان کې د مخکښو نړيوالو شرکتونو او نهادونو لخوا د ريل پټلۍ اړوند خپلې تجربې، څېړنې، نوښتونه او نوي عصري ټکنالوژۍ د ګډونوالو سره شريکې او نندارې ته وړاندې شوې.
افغانستان د ۲۰۱۳م کال راپدېخوا د اوسپنې پټلۍ د نړيوالې اتحاديې (UIC) فعال غړيتوب لري او هڅه کوي، چې د نړيوالو ميتودونو او عصري ټکنالوژۍ څخه په ګټې اخيستنې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ شبکه معياري او ظرفيت يې لوړ کړي.
 

...

۱ کال 2 میاشتې ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۷ - ۱۴:۴۷
Background image

د کونړ – نورستان سړک د اساسي رغونې چارې په چټکۍ سره جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د ختیځ زون د مهمو بنسټیزو پروژو له ډلې څخه د کونړ – نورستان سړک رغنیزې چارې د ترانسپورتي اړیکو د ښه والي او خلکو ته د لا زیاتو اسانتیاوو د برابرولو په موخه له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۷ - ۹:۰
Background image

د هلمند ولایت په موسی‌کلا ولسوالۍ کې د ۲۱۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۴ کیلومتره سړک رغنیزې چارې پیل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د هلمند ولایت په موسی کلا ولسوالۍ کې د ٤ کیلومتره سړک رغنیزې چارې د ٢١١ میلیونه افغانیو په ارزښت له خصوصی سکتور سره قرارداد او د هلمند ولایت د والي محترم. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۱۳:۲۶
Background image

د ۱۴۰۵ هـ.ش کال په جریان کې ټولګټو وزارت ۴۹ د ساتنې او څارنې پروژې د څه باندې ۸۴۶ میلیونه افغانیو په ارزښت قراداد او پیل کړې دي

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د روان کال په جریان کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د سړکونو د ساتنې او څارنې  د ۴۹ پروژو چارې د ټولټال ۸۴۶ میلیونه، ۴۸۵ زره او ۹۳۴ افغانیو په ارزښت له. . .

BACK TO NEWS