د ایراني شرکتونو له يو شمېر استازو سره د ټولګټو وزارت د سرپرست وزير په کتنه کې د سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پر پراختیا ټینګار وشو.

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۸ - ۹:۱۸
د ایراني شرکتونو له يو شمېر استازو سره د ټولګټو وزارت د سرپرست وزير په کتنه کې د سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پر پراختیا ټینګار وشو.

د ټولګټو وزارت سرپرست وزير محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د لومړي مرستیال محترم محمد یونس مهمند او د دغې خونې د پلاوي غړي سلطان محمد صافي په شتون کې د "هپکو" شرکت له استازي محترم مهدي اسماعیلي او "جلاپردازان الوند" انجنيرۍ شرکت له استازي محترم بابک فلاج سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

په دې غونډه کې؛ د يادو شويو شرکتونو استازو افغانستان ته په راتګ خوښي وښوده او د خپلو شرکتونو د فعاليتونو او توليداتو په اړه يې هر اړخيز معلومات وړاندې کړل او زياته يې کړه، چې د هپکو شرکت د سړک جوړونې، معدن استخراج، ګاز او نفتو ماشین آلات او د "جلاپردازان الوند" شرکت ریلي قطعات او د درانه وزن لرونکي ماشین آلاتو قطعات تولیدوي.

د ایراني شرکتونو مسئولینو لېوالتیا وښودله چې د افغانستان د زېربنایي پروژو ( سړک او اوسپنیزې کرښې) په رغونه کې برخه واخلي او حاضر دي چې په یاده برخه کې پانګونه وکړي.

دغه راز د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړي مرستيال د امام ابوحنيفه (رح) د نندارتون د جوړېدو په اړه خبرې وکړې او د ايراني شرکتونو او سوداګرو د مسوولينو د ګډون يادونه يې وکړه.

په دې غونډه کې؛ د ټولګټو وزارت محترم سرپرست وزير ایراني پلاوي ته ښه راغلاست ووایه؛ هغه د ایران او افغانستان اوږدمهاله او تاریخي اړیکو ته اشاره وکړه، د دواړو هېوادونو په سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو یې ټینګار وکړ او د هېوادونو په اقتصادي وده کې یې د خصوصي سکټور رول مهم وباله.

د ټولګټو وزارت محترم سرپرست وزير زیاته کړه، الحمدلله اوس په افغانستان کې امنیت تامین شوی، د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره ده او موږ د هغو کسانو هرکلی کوو، چې په دې برخه کې له افغانستان سره مرسته او همکاري کوي او غواړي چې پانګونه وکړي.

په ياده کتنه کې دواړو لوريو د افغانستان او ایران ترمنځ پر دوامداره همکاریو، د دوه اړخيزو غونډو پر دوام، د سوداګریزو، ټرانزیټي او اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ.
 

...

۱ کال ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۹
Background image

د تګاب – سروبي مسیر د ګارد ریلونو د نصب پروژه پیل شوه

د تګاب سروبي پر مسیر د ګارد ریلونو (کټارو ) د نصب پروژه ، د ۱۲ میلیونه او ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت، د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري له خصوصي سکتور سره قرارداد شوې ده. دغه پروژه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۵:۳۷
Background image

په دایکندي ولایت کې د یوه پایه پل د جوړولو چارې د څه باندې ۱۶ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د دایکندي ولایت  اشترلي ولسوالۍ په مسیر کې د آهنګر سیند پر سر د یوه پایه پل، چې ۲۲ متره اوږدوالی او ۷.۷ متره پلنوالی لري د جوړولو چارې یې د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت او یوه ساختماني او سرک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۰:۵۳
Background image

په لغمان ولایت کې د ۱۸ کیلومتره سړک د ترمیم چارې د شاوخوا ۱۷میلیونه افغانیو په ارزښت پيل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د لغمان ولایت له قرغیو ولسوالۍ څخه تر درونټې پورې د ۱۸ کیلومتره سړک د ترمیم او داغګیرۍ چارې د شاوخوا ۱۷میلیونه افغانیو په ارزښت د لغمان ولایت د مرستيال. . .

BACK TO NEWS