د بادغیس – هرات لویې لارې د سړک د فرش ترمیماتي چارې د څه باندې ۳۱.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې
د ا.ا.ا ټولګټو وزارت له لوري د بادغیس – هرات لویې لارې اړوند له قلعه نو څخه د بادغیس ولایت تر لامان بازار پورې د سړک د فرش د ترمیم او استنادي دېوالونو جوړولو چارې څه باندې ۳۱.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د ځایي مسوولینو، قومي مخورو او د سیمې اوسېدونکو په حضور کې پیل شوې.
په دغه پروژه کې د یاد سړک د فرش د تخریب شویو برخو ترمیم او د ګبیوني استنادي دېوالونو جوړولو چارې شاملې دي او ټاکل شوې چې د شپږو میاشتو په موده کې بشپړې او ګټه اخیستنې ته وسپارل شي.
د یادونې وړه ده، چې د یادې پروژې د کار په جریان کې به د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شي او په بشپړېدو سره به یې پر یاده لویه لار د تلونکو مسافرو او موټرچلوونکو ستونزې هوارې شي.
