د تالقانو ښار د پاته سړک جوړولو کار ۹۵ سلنه بشپړ شوی

mopw_admin
شنبه ۱۳۹۹/۹/۲۲ - ۸:۵۸
د تالقانو ښار د پاته سړک جوړولو کار ۹۵ سلنه بشپړ شوی

د تالقانو ښار د پاته سړک جوړولو کار ۹۵ سلنه بشپړ شوی

د تخار ولایت د تالقانو ښار د سړک جوړولو کار ۹۵ سلنه بشپړ شوی چې په نږدې راتلونکي کې به د ګټې اخیستني په موخه پرانیستل شي.

دیادې پروژې پیسې د افغانستان حکومت لخوا ورکول کیږي، چې د جوړولو تړون یې د څه باندې ۵۵۴ میلونه افغانیو په ارزښت له یوه خصوصي ودانیز شرکت سره شوی.

د یاد سړک بشپړېدل به منظمې ښاري پراختیا، ټرافیکې ګڼې ګوڼې کموالي، او سیمه ییز پيوستون ته لار هواره کړي.

دغه راز به خلک د یادو سړکونو له لارې د هوسا ټولنیز ژوند لپاره روغتیایې مرکزونو، زده کړو او ښاري خدمتونو ته په اسانۍ لاس رسی پیدا کړي.

د ټولګټو وزارت ـ کابل

لیندۍ 20، ۱۳۹۹

...

2 میاشتې 2 اونی ago

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۲:۷
Background image

د کندوز ـ تخار لویې لارې د ترمیم او سیلینگ کارۍ چارې د ۳ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا ټولګټو وزارت له لوري د کندز- تخار لویې لارې د ترمیم او سیلینګ کارۍ چارې د ۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د کندز ولایت ټولګټو رئیس محترم الحاج ملا عبدالخالق حقمل، سیمه ییزو مسؤلانو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۳:۴۶
Background image

په فاریاب ولایت کې د ثورې پل د ترمیم چارې د څه باندې ۳.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت پيل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې د بادغیس – میمنې مسیر اړوند د ثورې په نوم تخریب شوي پل د ترمیم چارې د یاد ولایت د ټولګټو رئیس محترم الحاج مولوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۴:۱
Background image

په تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۳۶۲۲۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د عقرب له ۲مې څخه د عقرب تر ۸مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۳۶۲۲۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۹۷۶۳۷) ټن. . .

BACK TO NEWS