د جنوبي سالنګ سړک د ترمیم او هموار کارۍ کار جریان لري
د ټولګټو وزارت د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست د شته پرسونل او ماشینرۍ څخه په ګټه اخیستنې د جنوبي سالنګ سړک د ترمیم او هموار کارۍ کار جریان لري.
د یادې لویې لارې په اوږدو کې د یو شمېر پلګوټو ترمیم او پاک کاري هم شامله ده چې د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست لخوا یې دوامداره ساتنه او څارنه کیږي.
د يادونې وړ چې د ټولګټو وزارت لخوا د سالنګونو لویې لارې اړوند د تونل د دننه برخې او ۱۶ مې؛ ګالرۍ د کانکریټ اچونې کار بشپړ شوی دی.