د داوطلبۍ د ورکړې خبرتیا- د بلخ ولایت د ټولګټو پخوانۍ اداري ودانۍ (۲ جریبه او ۴ بسوې) ځمکې د اجارې خبرتیا، چې د بلخ دروازې په سیمه کې موقعیت لري

kalim_admin
: اعلان  اجاره دهی موازی ۲ جریب و ۴ بسوه زمین تعمیر اداری اسبق فواید عامه ولایت بلخ واقع دروازه بلخ

Publish Date

Closing Date

ټولو محترمو داوطلبانو ته خبر ورکول کیږي،  ټولګټو وزارت په پام کې لري؛ ترڅو د بلخ ولایت د ټولګټو پخوانۍ اداري ودانۍ  (۲ جریبه او ۴ بسوې) ځمکه، چې د بلخ دروازې په سیمه کې موقعیت لري، په اجاره ورکړي.

له ټولو حقیقي اوحکمي اشخاصو څخه چې په دې برخه کې د پانګونې لېوالتیا لري، په درنښت بلنه ورکول کېږي؛ تر څو خپلې  اقتصادي او د تطبیق وړ طرحې د یادې ځمکې پر سر د بېلابېلو تأسیساتو لکه: (تجارتي، صنعتي، خدماتي او نورو) د جوړولو په موخه ترتیب او د (۱۴۰۵/۱/۲۲) نېټه، د شنبې ورځ، د سهار په (۱۰) بجو د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې په صدارت څلورلارې کې، د کورنیو چارو وزارت پخوانۍ ودانۍ، د ملي احصایې او معلوماتو ادارې ترڅنګ موقعیت لري، د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي.

که چېرې ګډون کوونکی د استازي له خوا ګډون کوي، د رسمي اسنادو او مکتوب  وړاندې کول لازمي دي.

یادې طرحې باید لاندې ټکي ولري:

د ځمکې د کارونې هدف او روښانه ډول تشریح

د وړاندیز شوو تأسیساتو ابتدایي طرحه

اقتصادي تحلیل او د لګښتونو لومړنی اټکل

د پروژې د تطبیق مهالویش

د طرحې اقتصادي او ټولنیزې ګټې

د اجارې موده (په کلونو او میاشتو)

د میاشتنۍ کرایې وړاندیز، په واضح او مستند ډول

د طرحو د سپارلو او پرانیستلو وروستۍ نېټه:
۱۴۰۵/۱/۲۲، د سهار ۱۰ بجې

د اجراء تضمین:
د ګټونکي داوطلب له خوا د یو کال کرایې معادل تضمین، د بانک ګرنټۍ یا په  نغدیه بڼه وړاندې کول.

د طرحو د سپارلو ځای:
د ټولګټو وزارت، د تدارکاتو ریاست، د اجناسو آمریت

یادونه:
که چېرې یاده نېټه (۱۴۰۵/۱/۲۲) د دولت له خوا په ناڅاپي ډول رخصت اعلان شي، داوطلبي او د طرحو پرانیستنه به په بله کاري ورځ کې په همدې وخت او ځای کې ترسره شي.

...

۱ کال ago

...

More tenders

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۱۱
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د هلمند له دوراهي څخه تر هرات پورې د عمومي لویې لارې د شپږم لاټ د ترمیمولو پروژه له 800+261 څخه تر 305+000 کیلومترۍ پورې د فراه ولایت د ټولګټو ریاست مربوط

په همدې وسیله د تدارکاتو د اصولو له مخي ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د هلمند له دوراهي څخه تر هرات پورې د عمومي لویې لارې د شپږم لاټ د ترمیمولو پروژه له . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۵
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د سمنګان ولایت د ایبک–مزارشریف پر لاره د چشمه‌ صیاد پروژه

په همدې وسیله د تدارکاتو د اصولو له مخي ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو  د سمنګان ولایت د ایبک–مزارشریف پر لاره د چشمه‌ صیاد د پروژې قرارداد، چې د MOPW . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۲
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د جوزجان – بلخ د ۳۰ کیلومتره لویې لارې د ترمیم او بیارغونې پروژه

په همدې وسیله د تدارکاتو د اصولو له مخي ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د جوزجان – بلخ د ۳۰ کیلومتره لویې لارې د ترمیم او بیارغونې د پروژې قرارداد، چې د MO . . .

Back to tenders