د دایکندي ولایت مرکز نیلي ښار د سړکونو د جوړولو کار ۴۷ سلنه مخته تللی

mopw_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۸/۲۷ - ۸:۴۴
د دایکندي ولایت مرکز نیلي ښار د سړکونو د جوړولو کار ۴۷ سلنه مخته تللی

د دایکندي ولایت مرکز نیلي ښار د سړکونو د جوړولو کار ۴۷ سلنه مخته تللی

د سړک رغونې دا پروژه د ۸.۸ کیلومتره اوږدوالي او ۱۴ متره پلنوالي په لرلو سره ښاري وسایل او تجهیزات لکه د واټونو څراغونه، ترافیکي نښې، پلي لارې او د سړک غاړوته ویالې هم لري

یاده پروژه د څه باندې ۶۳۱ میلیونه افغانیو په ارزښت له یوه خوصوصي ودانیز شرکت سره تړون شوي چې بودیجه یې د افغانستان حکومت لخوا ورکول کیږي، تر دې مهاله یې د جوړولو کار ۴۷ سلنه بشپړ شوی او په ۱۱ لورو د دې غځېدلي سړک له بشړیدو سره به د نیلي ښار د اوسیدوونکو لپاره د ښاري ټرانسپورټ اسانتیاوې رامنځته کړي، ترڅنګ به یې ښاري خدمتونو، زده کړو او رغتیایي مرکزونو ته د خلګو لاس رسی اسانه او دغه راز به د سیمه اییز اتصال او د چاپیریال د وضعیت په ښه والي کې اغیزمن رول ولري.

د ټولګټو وزارت ــ کابل

لړم۲۵، ۱۳۹۹

 

...

8 میاشتې ago

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۳۵
Background image

په حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۸۷۳۹۸۱ مټریک ټنه انتقالات شوي دي

د ۱۴۰۵ هـ.ش. کال د حمل مياشتې له پيله تر پايه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۸۷۳۹۸۱ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ۵۷۷۹۸۹ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۸۲۹۵۲ ټنه، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۵:۴۶
Background image

د پنجشېر – تخار د ۲۵ کیلومتره سړک د رغونې چارې د څه باندې ۴۵۱.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري، د هېواد د اقتصادي ودې او بیارغونې د پلان له مخې، د پنجشېر – تخار سړک د رغونې چارې د څه باندې ۴۵۱.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت له خصوصي سکتور سره قرارداد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۵:۱۳
Background image

د غزني ولایت اړوند د خوګیاڼیو ولسوالۍ ۲۵ کیلومتره سړک د اساسي رغونې چارې د ۷۵۷ میلونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د غزني ولایت اړوند د خوګیاڼیو ولسوالۍ سړک د اساسي رغونې چارې د ۷۵۷ میلونه افغانیو په ارزښت له خصوصي سکتور سره قرارداد شوې دي، چې نن د غزني ولایت د مرسیتال. . .

BACK TO NEWS