د زابل ولایت په مرکز، قلات ښار کې د دویم لین ۵ کیلومتره سړک د رغونې چارې روانې دي
د کابل – کندهار لویې لارې اړوند د زابل ولایت په مرکز، قلات ښار کې د ۵ کیلومتره دویم لین سړک د رغونې چارې د ۲۱۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري له خصوصي سکتور سره قرارداد شوې دي، چې دا مهال د ۶۳ سلنه فزیکي پرمختګ سره روانې دي.
دغه سړک ۱۰ متره پلنوالی لري او په اوږدو کې یې د ۱۰ پایو پلګوټو د جوړولو چارې هم شاملې دي. د ټولګټو وزارت د خلکو د تګ راتګ د اسانتیا برابرولو او د ترافیکي ګڼې ګوڼې د کمولو په موخه د هېواد د یو شمېر مهمو لویو لارو د دویم لین سړکونو د جوړولو چارې هم پیل کړې دي.
