د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست د دوا او طبي اړینو وسایلو د چمتو کولو او تدارکاتو پروژه د ۱۴۰۳ مالي کال لپاره په موقت ډول د بودجې د منظورېدو په شرط

media_admin
د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست د دوا او طبي اړینو وسایلو د چمتو کولو او تدارکاتو  پروژه د  ۱۴۰۳ مالي کال  لپاره په موقت ډول د بودجې د منظورېدو په شرط

Publish Date

Closing Date

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې (د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست د دوا او طبي اړینو وسایلو د چمتو کولو او تدارکاتو  پروژه د  ۱۴۰۳ مالي کال  لپاره په موقت ډول د بودجې د منظورېدو په شرط) چې MOPW/1403/G-11/NCB تشخصیه نمبر لرونکې ده داوطلبۍ په پروسه کې برخه واخلي او د شرط پاڼې سافت او تخنیکي اسناد دې د ټولګټو وزارت  د اجناسو او تدارکاتو له آمریت څخه ترلاسه کړي او خپل آفرونه دې د درج شویو شرایطو او د تدارکاتو د قانون او طرزالعمل له مخې  په تړل شوې بڼه د اعلان د نشر(5/4/1403) له نیټې د سهار تر 00 :10 بجو پورې د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست چې د ملالۍ واټ، د پخوانیو کورنیو چارو وزارت، د احصائې ملي ادارې ته څیرمه موقعیت لري، وړاندې کړي. وروسته رسیدلي او انټرنټي آفرونه د منلو وړ نه دي.

د آفر تضمین د بانکي حساب په توګه(35000) افغانۍ  دي.
د آفر پرانیستلو وخت: د1403/04/05 نیټه د سهار  00 :10بجې د سه شنبی ورځ.
د آفر د پرانیستلو ځای: د ټولګټو وزارت د غونډو تالار
يادونه: که د روان کال د  1403/04/05 نېټه د اټکل پرته د حکومت لخواه رخصتي اعلان شي د آفرونو د پرانيستلو غونډه په بله ورځ په هماغه ځای او ساعت کې د ټولګټو وزارت د غونډو په تلار کې د دغه مکتوب په اساس ترسره کېږي

...

۱ کال ago

...

More tenders

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۵:۷
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د سمنګان ولایت د ایبک–مزارشریف پر لاره د چشمه‌ صیاد پروژه

په همدې وسیله د تدارکاتو د اصولو له مخي ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو  د سمنګان ولایت د ایبک–مزارشریف پر لاره د چشمه‌ صیاد د پروژې قرارداد، چې د MOPW . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۰:۵۵
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د هلمند له دوراهي څخه تر هرات پورې د عمومي لویې لارې د پنځم لاټ د ترمیم پروژه چې 800+211 څخه تر 800+261 کیلومتره پورې او د فراه ولایت د ټولګټو وزارت د ساحې مربوط مسؤلیت کیږي

په همدې وسیله  د تدارکاتو د اصولو له مخې ټولو  ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د هلمند له دوراهي څخه تر هرات پورې د عمومي لویې لارې د پنځم لاټ د ترمیم پروژه   . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۳۲
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا - د اند خوی–آقینې بندر د سړک د اسفالټ فرش د ترمیم پروژه

د ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ترڅو د اند خوی–آقینې بندر د سړک د اسفالټ فرش د ترمیم پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او د یادې پروژې د شرطپاڼې او . . .

Back to tenders