د سالنګونو لويې لارې د سړک د ځينو برخو د کښېناستلو اړوند ګنګوسې بې بنسټه دي

kalim_admin
شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۴ - ۷:۳۳
د سالنګونو لويې لارې د سړک د ځينو برخو د کښېناستلو اړوند ګنګوسې بې بنسټه دي

 د ا.ا.ا د رياست الوزراء عالي مقام د حکم په اساس د ټولګټو سرپرست وزير محترم الحاج ملا محمد عيسی ثاني او د رياست الوزراء د عالي مقام د پلاوي او د د ياد وزارت د ځينو رياستونو رئيسان د تخنيکي ټيمونو (انجنيرانو) په ملتيا تېره سه شنبه د جوزا په ۲۰مه د سالنګونو لويې لارې او تونل د تېر کال د ترسره شوي کار د اروزنې او د ځينو مغرضو کسانو د خپرو شويو ګنګوسو د څېړلو په موخه سالنګونو ته سفر وکړ.
د سفر په لړ کې د ټولګټو وزارت سرپرست وزير او ياد پلاوي د سالنګونو لويې لارې او تونل د تېر کال ترسره شوی کار بشپړ او کافي وآرزاوه او يادونه يې وکړه، چې د تونل رغنيزې چارې د نړيوالو معيارونو سره سمې ترسره شوي دي.

په دې وروستيو کې د هيواد د بيارغونې د دښمنانو، مخالفينو او يوشمېر مغرضو کسانو لخوا داسې ګنګوسې او اوازې خپرې شوې وې، چ ې ګواکي د سالنګونو لويې لارې د سړک ځينې برخې کښېناستلي دي.

ټولګټو وزارت يادې اوازې په کلکه ردوي او له ټولو درنو هيوادوالو څخه هيله کوي، چې په دا ډول بې بنسټه، شايعاتو باور ونه کړي، ځکه دا يوازې د هيواد د بيارغونې د دښمنانو لخوا د ولسي اذهانو د مغشوشولو يوه مغرضانه هڅه ده.

د يادونې وړ ده، چې د سفر په جريان کې د ټولګټو وزارت سرپرست وزير هيوادوالو ته ډاډ ورکړ، چې د سالنګونو لويې لارې او تونل اړوند د سږکال پلان شوې رغنيزې چارې په چټکۍ سره جريان لري او په ټاکلي وخت به بشپړې شي.

...

7 میاشتې 2 اونی ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۸:۲۵
Background image

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر د ایران له سفیر سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر محترم الحاج ملا محمدعیسی ثاني د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر ښاغلي علیرضا بیکدلي سره په خپل کاري دفتر کې په داسې حال کې وکتل چې د ټولګټو وزارت تخنیکي مرستیال. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۴:۲۱
Background image

د ټولګټو وزارت وزیر د کابل - جلال‌آباد لویې لارې د غر ښویېدنې له سیمې (تنګي غارو) څخه لیدنه وکړه

نن شنبه د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني د کابل - جلال‌آباد لویې لارې تنګي غارو سیمې ته سفر وکړ او هلته یې د غر ښویېدنې له سیمې څخه په داسې حال کې له نږدې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۳:۱
Background image

په کب میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۲۹۲۶۱ مټریک ټنه انتقالات شوي دي

د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال دکب/حوت مياشتې له پيله تر پايه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۲۹۲۶۱ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې۴۹۰۸۳۱ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۷۰۸۰۸ټنه، د. . .

BACK TO NEWS