د سالنګونو پر لویه لار د ټولګټو وزارت تر ثاني امر پورې  هرډول بار وړونکو ټیلري وسایطو ته د تګ راتګ اجازه ورکړل شوه

kalim_admin
د سالنګونو پر لویه لار د ټولګټو وزارت تر ثاني امر پورې  هرډول بار وړونکو ټیلري وسایطو ته د تګ راتګ اجازه ورکړل شوه!

 لکه څرنګه، چې هېوادوال په جریان کې دي د سالنګونو لویه لار د ۱۴۰۴هـ. ش کال د جوزا میاشتې په ۲۰مه نېټه د هر ډول ټیلري وسایطو پرمخ تړل شوې وه، ټولګټو وزارت له لوري ملي سوداګرو او درنو هېوادوالو ته د آسانتیاوو برابرولو په موخه د یاد وزارت تر ثاني امر پورې د سالنګونو لویې لارې پر اصلي مسیر هرډول بار وړونکو ټیلري وسایطو ته په نوبتي ډول د تګ راتګ اجازه ورکړل شوه.

دغه راز هر ډول مسافر وړونکي وسایط د یادې لویې لارې له چمتو شوي بدیل( فرعي) مسیر څخه له دواړو خواوو، په نورمال ډول ۲۴ ساعته تګ راتګ کوي.

 ټولګټو وزارت هڅه کوي، چې له یوې خوا پر یاده لویه لار کار وکړي او له بلې خوا هېوادال په اسانۍ سره پر یاده لویه لار تګ راتګ وکړي.

د یادونې وړ ده، چې ټولګټو وزارت د دوشي – بامیان (ښکاري درې) سړک د ترمیم کار پیل کړی دی او یاد وزارت هڅه کوي، چې دغه سړک د وسایطو د تګ راتګ لپاره چمتو کړي.

...

3 میاشتې 2 اونی ago

...

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۳:۲۱
Background image

د سالنګونو لویې لارې د تړل کېدو په تړاو د ټولګټو وزارت خبرتیا!

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت پلان لري، چې د تخنیکي مشخصاتو پر بنسټ، د سالنګونو لویې لارې د تونل د ننه برخې، ۱۵مې او ۱۶مې ګالرۍ پر کانکریټ سربېره، د ۶ سانتي‌متره په ضخامت یوه لایه محافظتي قیر . . .

Back to announcements