د غزني ولایت اړوند د کابل – کندهار لویې لارې د یو شمېر بندو پُلګوټو د پاکولو کار دوام لري

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۴ - ۱۰:۵۹
د غزني ولایت اړوند د کابل – کندهار لویې لارې د یو شمېر بندو پُلګوټو د پاکولو کار دوام لري


د غزني ولایت په ناني سیمه کې د کابل – کندهار لویې لارې اړوند د یو شمېر بندو پُلګټو د پاکولو کار جریان لري. 
دغه پُلګوټي، چې د سېلابونو د پاتې شونو له امله بند شوي، د اورښتونو پرمهال د اوبو جریان د بندښت او د یادې لویې لارې د ویجاړېدو لامل شوي، چې دا مهال یې د یاد ولایت د ټولګټو ریاست ماشینري، فني او مسلکي پرسونل له لوري د پاکولو چارې دوام لري. 
د یادو پُلګوټو له پاکولو سره به د اورښتونو پرمهال د اوبو مسیر خلاص او ترڅنګ به یې د یادې لویې لارې ډيره برخه له تخریب څخه وژغورل شي. 
 

...

۱ کال ۱ میاشت ago

...

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۲۷
Background image

د شيخ ابونصر فراهي بندر د ۶۴ کيلو متره سړک د بيارغونې چارې پيل شوې

د ایران اسلامي جمهوریت له لورې د ټولګټو وزارت په همغږۍ په فراه کې پرون د میل ۷۸ (ابونصر فراهي) سړک د ۶۴ کيلو متره برخې د بيارغونې چارې د دغه ولایت د والي محترم  ملا محمد حافظ مجاهد، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۲۵
Background image

د بادغیس – هرات لویې لارې د سړک د فرش ترمیماتي چارې د څه باندې ۳۱.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا ټولګټو وزارت له لوري د بادغیس – هرات لویې لارې اړوند له قلعه نو څخه د بادغیس ولایت تر لامان بازار پورې د سړک د فرش د ترمیم او استنادي دېوالونو جوړولو چارې څه باندې ۳۱.۷ میلیونه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۲۰
Background image

د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین د لوګر ولایت له مرستیال والي سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین، محترم الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي، د لوګر ولایت له مرستیال والي، محترم مولوي انعام الله صلاح‌الدین، سره په خپل کاري دفتر کې. . .

BACK TO NEWS