د فرخار – ورسج سړک د ترافیکو پرمخ پرانستل شو

ashraf_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۲/۲۶ - ۱۵:۱۶
د فرخار – ورسج سړک د ترافیکو پرمخ پرانستل شو

د فرخار – ورسج سړک د ترافیکو پرمخ پرانستل شو

۱۴۰۰/غوایي/ ۲۶

د فرخار - ورسج سړک چې د وروستیو سېلابونو له کبله په ځينو برخو کې بند شوی و، اوس مهال بېرته د د دواړو ولسوالیو؛ فرخار او ورسج د اوسېدونکو پر مخ پرانستل شو.

دا سړک کابو ۹۴ کیلومتره اوږدوالی لري چې د فرخار ولسوالۍ په ( جر خزم، حفدره، فرینګر، سنګ آتش او د پر خرم آب) کلیو په اوږدو کې د سېلابونو له کبله بند شوی و، او له کبله یې لسګونه موټر په لارو کې بند پاته و چې د ټولګټو ریاست له خوا په نه ستړې کېدونکې توګه د اختر په ورځو کې پرانستل شو.

د دې سړک په پرانستو سره خلک خوشاله او د اختر په ورځ کې یې وکولی شول چې د دوستانو کره تګ راتګ او د اختر مبارکي وکړي.

...

۱ کال ۱ میاشت ago

...

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۲۷
Background image

د شيخ ابونصر فراهي بندر د ۶۴ کيلو متره سړک د بيارغونې چارې پيل شوې

د ایران اسلامي جمهوریت له لورې د ټولګټو وزارت په همغږۍ په فراه کې پرون د میل ۷۸ (ابونصر فراهي) سړک د ۶۴ کيلو متره برخې د بيارغونې چارې د دغه ولایت د والي محترم  ملا محمد حافظ مجاهد، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۲۵
Background image

د بادغیس – هرات لویې لارې د سړک د فرش ترمیماتي چارې د څه باندې ۳۱.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا ټولګټو وزارت له لوري د بادغیس – هرات لویې لارې اړوند له قلعه نو څخه د بادغیس ولایت تر لامان بازار پورې د سړک د فرش د ترمیم او استنادي دېوالونو جوړولو چارې څه باندې ۳۱.۷ میلیونه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۲۰
Background image

د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین د لوګر ولایت له مرستیال والي سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین، محترم الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي، د لوګر ولایت له مرستیال والي، محترم مولوي انعام الله صلاح‌الدین، سره په خپل کاري دفتر کې. . .

BACK TO NEWS