د قرارداد تصیم نیولو خبرتیا؛د کابل –میدان ښار لویې لارې د ترافیکي علایمو، اشاراتو، خط اچونې او ګاردیلونو د نصبولو قرارداد پروژه !

kalim_admin
د قرارداد تصیم نیولو خبرتیا؛د کابل –میدان ښار لویې لارې د ترافیکي علایمو، اشاراتو، خط اچونې او ګاردیلونو د نصبولو قرارداد پروژه !

د تدارکاتو قانون د ۴۳ مادې او (۲) فقرې له مخې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې ټولګټو وزارت پام کې لري د کابل –میدان ښار لویې لارې د ترافیکي علایمو، اشاراتو، خط اچونې او ګاردیلونو د نصبولو قرارداد پروژه چې MOPW/1403/W-024/NCB)) تشخصیه نمبر لرونکې ده؛ د فرشید فیضي ساختماني او سړک جوړونې شرکت چې(D-25772) جواز لرونکې ده، د تدارکاتو قانون او طرزالعمل په اساس د (8,087,600) اته میلیونه اوه اتیا زره شپږ سوه  افغانیو په ارزښت په قرارداد ورکړي.

ټول حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې برخه کې کوم اعتراض لري کولی شي چې د دې اعلامیې ترخپریدو وروسته د اوو ورځو په اوږدو کې خپل اعتراض د دلایلو سره په لیکلې بڼه د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست  ته چې د ملالۍ واټ، د پخواني کورنیو چارو وزارت، د احصائیې ملي ادارې ته څیرمه موقعیت لري؛ د تدارکاتو قانون د ۵۰ مادې په اساس وړاندي کړي.

دغه خبرتیا د عقد د تړون په معنا نه ده، تر پورتني وخت اود قانوني پروسې تر بشپړیدو پورې  یاد تړون نه منعقد کیږي.

...

7 میاشتې 3 اونی ago

...

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۴۳
Background image

د هېواد دلویو لارو او سړکنو د نن ورځې وضعیت

نن ورځ د هېواد په ډېری ولایتونو کې آسمان شین دی او د هېواد ګڼ شمېر لویې لارې او سړکونه د ترافیکو پرمخ پرانیستي دي. د سالنګونو لویې لارې په ګډون د هېواد په ټولو لویو لارو کې د وسایطو تګ . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۳:۳۱
Background image

د هېواد د سړکونو او لویو لارو د نن ورځې وضعیت

د وروستیو ورښتونو، سېلابونو، طوفان او غر ښویېدنې له امله په ځینو ولایتونو کې یو شمېر مسیرونه موقتاً د ترافیکو پرمخ تړل شوي دي.

د سالنګونو لویه لار، د کابل – جلال آباد لویه لار، د . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۵:۲۴
Background image

د هېواد د لویو لارو او سړکونو د نن ورځې وضعیت

د بارانونو ورېدو، د سېلابونو راوتلو او د غر ښویېدنې له امله، د کابل جلال‌آباد لویه لاره د تنګي غارو په سیمه کې د ترافیکو پر مخ تړلې ده. د ټولګټو وزارت عملیاتي ټیمونو له پرون راهیسې د . . .

Back to announcements