د قرارداد د ورکړی خبرتیا-د کندز – بغلان د ترافیکي اشارو او خط اچونې پروژه

media_admin
د کندز – بغلان د ترافیکي اشارو او خط اچونې پروژه

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې  د کندز – بغلان د ترافیکي اشارو او خط اچونې پروژه په قرارداد ورکړي، چې(MOPW/1403/W-040/NCB) تشخصیه نمبر لرونکي دي، د تدارکاتو قانون او طرزالعمل سره سم عرب قریش ساختماني او لوژستیکي شرکت ته چې د (33242D-)جواز نمبر لرونکی دی،چي په بغلان کې موقعیت لري په(5,197,241) افغانیو په مبلغ په قرارداد ورکړي.

هغه حقيقي او حکمي اشخاص چې په دې برخه کې کوم اعتراض ولري؛ کولی شي خپل اعتراضونه د تدارکاتو قانون د ۵۰ مادې سره سم په ليکلي ډول د دې اعلان د خپریدو له نیټې څخه تر اوو تقویمي ورځو پورې د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې په ملالۍ واټ کې د کورنیو چارو د پخواني وزارت د ملي احصايې او معلوماتو ادارې ته څېرمه موقعیت لري، وړاندې کړي.

دا خبرتيا د تړون د پای ته رسیدو معنی نه لري، پرته له دې چې پورته ذکر شوې نیټه بشپړه شي او راتلونکي قانوني پروسې به قرارداد پای ته ونه رسوي. 
 

...

۱ کال ۱ میاشت ago

...

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۵۹
Background image

د کابل – جلال‌آباد لویه لار د تنګي ابریشم په سیمه کې د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده

د کابل – جلال‌آباد لویه لار، د وروستیو پرله پسې اورښتونو او غر ښویېدنې له امله د تنګي ابریشم په سیمه کې د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده، د ټولګټو وزارت عملیاتي ټیمونه په سیمه کې د یادې لویې . . .

Back to announcements