د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا-د بغلان ولایت د ګزه‌ ګېل ترازو سړک د کانکریټ اچونې او نښلولو پروژه

kalim_admin
 پروژه گانکریت ریزی و وصل سرک ترازوی گزه گیل ولایت بغلان

Publish Date

Closing Date

په همدې وسیله د ټولګټو وزارت د تدارکاتو اصولو له مخې ټولو  ته خبر ورکوي،  ترڅو د بغلان ولایت د ګزه‌ ګېل ترازو سړک د کانکریټ اچونې او نښلولو پروژې قرارداد، چې د MOPW/1405/W-008/NCB تشخصیه نمبر لرونکی دی، د تدارکاتو د اصولو له مخې، د داودهاشمي ساختمانی او سړک جوړونې شرکت ته چې د جواز شمېره یې (107124)  او دفتر یې د کندز ولایت، مرکز اړوند کندز محکمې پر سړک موقیعیت لري، د (2,606,049) افغانیو په بدل کې په قرارداد ورکړي.

هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولای شي د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر پنځو (۵) تقویمي ورځو پورې خپل اعتراض په لیکلي ډول، له اړوندو دلایلو سره یوځای، د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د ملالۍ واټ، د کورنیو چارو پخواني وزارت پر سړک، د احصایې او معلوماتو عمومي ادارې ترڅنګ موقعیت لري، وسپاري.

دا خبرتیا د قرارداد د عقد په معنا نه ده، او د پورته یادې شوې مودې تر بشپړېدو او د راتلونکو قانوني اجراآتو تر بشپړېدو پورې به قرارداد نه لاسلیک کېږي.

...

11 میاشتې ago

...

More tenders

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۵:۳۹
Background image

قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا- د ارزګان ولایت د پل سراب د ۴۰ متره اوږد پله د جوړولو پروژه

په همدې وسیله د ټولګټو وزارت د تدارکاتو اصولو له مخې ټولو  ته خبر ورکوي، د ټولګټو وزارت په پام کې لري؛ ترڅو د ارزګان ولایت د پل سراب  د ۴۰ متره اوږد پله د جوړولو پروژې قرارداد، چې د  (M . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۳:۳۹
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا - د کابل – بامیان سړک پر مسیر د ګردن‌دیوال په ساحه کې د استنادي دېوال د ترمیمولو او بیارغونې پروژه

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د کابل – بامیان سړک پر مسیر د ګردن‌دیوال په ساحه کې د استنادي دېوال د ترمیمولو او بیارغونې پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۳:۳۴
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا - د تلو چارو د سمون ریاست اړوند د مرکز او ولایتونو د تلو په ساحه کې د ۱۴۰۵ مالي کال د اړتیا وړ سولر سیستم او وسایلو د تدارک او نښلولو پروژه د مؤجل مطلقې بیع له مخې

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د تلو  چارو د سمون ریاست اړوند د مرکز او ولایتونو د تلو په ساحه کې د ۱۴۰۵ مالي کال د اړتیا وړ سولر سیستم او وسایلو د . . .

Back to tenders